May 01, 2024 13:42 Asia/Kabul
  • یوه کمبوډیايي مېرمن چې خپله پښه یې د امریکايي ماین له امله له لاسه ورکړې ده.
    یوه کمبوډیايي مېرمن چې خپله پښه یې د امریکايي ماین له امله له لاسه ورکړې ده.

پارس ټوډې- د امریکا لخوا په کمبوډیا کې د بمبارۍ په ترڅ کې اټکل شوی چې په دغه هېواد کې، په څه باندې ۱۳۰ زره هدفونو باندې ۵۰۰ زره ټنه مهمات غورځول شوي دي.

په داسې حال کې چې امریکا د ویتنام په خونړۍ جګړه کې ښکېله وه، د ۱۹۷۰ کال د اپریل په ۳۰مه یې، د ویتنام په ګاونډ کمبوډیا باندې د ځمکې او هوا له لارې برید وکړ او امریکايي ځواکونو دغه د آسیا سویل ختیځ هېواد اشغال کړ.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر "ریچارډ نیکسون"، د کمبوډیا د اشغال موخه، له ویتنام څخه د امریکایي عسکرو د وتلو لپاره د کافي وخت ترلاسه کول اعلان کړل.

که څه هم کمبودیا د ویتنام ګاونډی وو، خو له دې مخکې یې د ویتنام او امریکا تر منځ جګړه کې، خپله بې طرفي اعلان کړې وه.

نیکسون د کمبودیا د اشغال د توجیه لپاره ویل: که امریکا په مختلفو آزموینو کې د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هېواد په توګه، د یوه بې وزله دیو په څېر عمل وکړي، ګډوډي جوړوونکي، ملتپال او کمونستان به د نړۍ پر ملتونو او مختلفو ټولنو حاکم شي. حکومت به وکړي او په دې توګه به، د امریکا او سرمایه دارې نړۍ ګټې له خطر سره مخامخ شي.»

 ۱۹۷۳ کال د آګسټ په ۷ مه، د کمبوډیا په نیک لونګ کې د امریکا د بمباریو پایلې. د AP عکس

یوه پټه جګړه

د دې پروژې د اصلي معمار په توګه، کیسنجر په سپینه ماڼۍ کې له نورو سره یوځای هڅه وکړه چې دا عملیات تر هغه وخته چې دوی کولای شي، له نورو خلکو څخه پټ کړي.

د امریکا د حکومت له خوا هغه مهال د بمباریو پټ ساتلو سره، د دغو جنایتونو د ارقامو او اسنادو خپرول منع شوي وو.

د متحده ایالاتو دا پوځي عملیات د سلګونه زرو کمبوډیانو د مستقیمې مړینې لامل شول. د مړو شمېر تر یو میلیون پورې هم اټکل شوی دی.

 د ټولنیز او سیاسي جوړښت ویجاړول او د سره خمرو تسلط

د کیسنجر لخوا ډیزاین شوي د کمبوډیا بمباریو عملیات، د کمبوډیا ټولنیز او سیاسي جوړښت بې ثباته او زیان منونکی کړ. یوازې د دغه هېواد په یوه برخه کې، له یو میلیون څخه ډېر کلیوال مېشت د امریکایانو د بمباریو له امله کډوال شول.

په دې هېواد کې د سیاسي خلا په رامنځته کولو سره، "سره خمر" وتوانېدل چې واک ترلاسه کړي. سره خمر د کمبوډیا د خلکو پر وړاندې د نه منلو وړ ظلمونه ترسره کړل. د اټکلونو له مخې، د دغه هېواد د نفوس څلورمه برخه (د یو میلیون او ۶۰۰ سوه زرو  څخه تر 3۰۰ زرو ترمنځ پورې کسان) په دې جنایتونو کې د اعدام، اجباري کار او لوږې له لارې مړه شوي.

د امریکا خوشه یي بم مرمۍ چې په 2021 کې په کمبوډیا کې موندل شوي

کروندګر اوس هم ویره لري

د هغه وخت ټپونه اوس هم په کمبوډیا کې احساس کېږي. وروستۍ څېړنې حتی پر بزګرانو باندې د کیسنجر د بمونو اقتصادي اغېزې ته اشاره کوي؛ دوی د امریکایي ناچاودېدونکو توکو له ویرې، د کرنې لپاره تیاره خاوره نه کاروي.

 د معترضو پوهنتونوالو وژل

د کمبوډیا نیواک، د سپینې ماڼۍ د مشرانو د جنګ غوښتنې پر وړاندې، د امریکا د مخالفت څپې زیاتې کړې. په امریکا کې د اعتراضونو شدت دومره زیات وو، چې د دغه هېواد ملي ګارد، د دغه هېواد په پوهنتونونو کې پر مظاهره کوونکو امریکايي محصلینو ډزې وکړې. په اوهایو پوهنتون کې د امریکايي محصلینو ډله ایزه وژنه یې ښکاره بېلګه وه.

د کمبوډیا د خلکو لخوا له ځمکې څخه د امریکایي بم ایستل

د اشغال پای

د اعتراضونو په زیاتېدو سره، د متحده ایالاتو کانګرس یو قانون تصویب کړ چې نیکسون دې ته اړ باسي چې د 1970 کال د جولای تر میاشتې پورې له کمبوډیا څخه د متحده ایالاتو نظامي ځواکونه وباسي. امریکایان په پای کې د همغه کال په پای کې له کمبوډیا څخه ووتل.

له کمبوډیا څخه  تر وتلو وروسته، امریکا په دغه هېواد کې خپل لاسپوڅی حکومت جوړ کړ. البته، د ویتنام پر وړاندې د امریکا له ماتې وروسته، د کمبوډیا پوځي حکومت هم ړنګ شو.

دا په زړه پورې ده چې پر کمبوډیا باندې د امریکايي پوځیانو له یرغل څخه یوازې پنځه کاله وروسته (د ۱۹۷۵ کال د اپریل په ۳۰مه) دوی له ویتنام څخه ماتې وخوړه.

کلیدي کلمې: کمبوډیا چېرته ده، د کمبوډیا د خلکو قتل عام، په کمبوډیا کې د امریکا جګړه، د امریکا جنګونه، سره خمرو څه وکړل

ټیګونه