ګران  رئیسي ستړیا نه پيژندله؛ په ایران کې پنځه ورځې عمومی ویر
(last modified Tue, 21 May 2024 09:13:28 GMT )
May 21, 2024 13:43 Asia/Kabul
  • ګران  رئیسي ستړیا نه پيژندله؛ په ایران کې پنځه ورځې عمومی ویر

پارس ټوډې -حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او ورسره  د ملګرو د شهادت په مناسبت   په پیغام کې په تسلیّت وئيلو او د ۵ ورځې عمومی ویر په اعلانولو سره  وفرمائيل؛  محترم رئیسي  ستړیا نه پيژندله . په دغې تراخې پيښې کې د ایران ملت  له یوه مخلص، ارزښتمن او صمیمي خدمت کونکي  محرومه شو . د هغه لپاره  د  خلکو رضایت او صلاح  د الهي رضایت ښودنه کوي، پر هر څه برلاسه باله، له دې امله د ځينو بدغواړو  او ناشکره کسانو کړاؤنه  او ځورول  د چارو د اصلاح او پرمختګ لپاره د هغه

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی جمهوریت د ولمسشر سید ابراهیم ریسي، د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان، په آذربایجان شرقي  کې د ولی فقیه نماینده حجةالاسلام آل هاشم، د آذربایجان شرقي د والی ډاکتر رحمتي  او ورسره د ملګرو  د شهادت په مناسبت په پیغام کې تسلیت وئيلی او دهغوي د پاتې خپلوانو او مینه ولو ته ئې د صبر اوزغم غوښته کړې ده.

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د پیغام متن په دې ډول دی؛

بسم الله الرّحمن الرّحیم

انا لله و انا الیه راجعون

په ډير غم او افسوس سره ، دمجاهد عالم او زیارکښ هڅانده او کفایت لرونکي ولسی ولسمشر او خادم الرضا علیه السلام حجة الاسلام آقای سید ابراهیم رئیسي او ورسره  دهغه رضوان الله علیهم  خوږو ملګرو د شهادت ډوله مړینې  تریخ خبر مو واورید.

دغه ناببره پيښه د یوه خدمت کونې په عین وخت کې رامینځةشوه؛ ددغه لوي او وفادار انسان د مسئولیّت ټوله موده،هغه که د ولسمشرۍ په لنډ وخت کې وه او که له دې مخکې ، په یوهیړ ئې  اسلام، هیواد او ولس په خدمت کې بې له ځنډه هڅو کې تیر شو.

محترم رئیسي  ستړیا نه پيژندله.په دغې تراخې پيښې کې د ایران ملت یو ارزښتمن، مخلص او صمیمی خدمت کونکی له لاسه ورکړ. د هغه لپاره د خلکو ګټې او رضایت چې د الهي رضایت ښودنه کوي، پر هرڅه ترجیح درلود، له دې امله د ځینو بدغواړو خنډونه او ناشکري او ناغیړي د چارو د اصلام او پرمختګ لپاره د هغه د شپه ورخې هڅو خنډ نه کیدل.

په دغې پيښې کې د تبریز معتبر او محبو جمعې امام  حجة الاسلام آل هاشم ،خارجه وزیر جناب حسین امیرعبداللهیان،  انقلابی او متدیّت والی ښاغلی ملک رحمتي  او ورسره نور ملګري او عمله هم له الهي رحمت سره یوځاي شول.

زه له خپل پلوه پنځه ورځې عمومي ویر اعلانوم او د ایران محترم او عزیز ملت ته تسلیّت ایم. د اساسی قانون د  ۱۳۱ اصل په اساس  جناب ښاغلی مخبر د مجریه قوې د مدیریّت په مقام کې تائيدوم او هغه دنده لري، د مقننې او قضایه قواؤ له مشرانو سره یوځاي  داسې ترتیب ورکړي چې ډير تر ډيره په پنځوسو ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

په پاي کې د جناب شهید رئیسي قدرمتې مور او دهغه فاضلې او بزرګوارې ماندنې او د ولسمشر  او ورسره دنورو ملګرو محترمو کورنیو ته په تیره بیا د جناب آل هاشم قدرمت پلار ته تسلیت او تهنیت عرض کوم او د خدای بخښلو لپاره د الهي رحمت او د دوي د تسلي او زغم  او صبر دعا کوم.

سیّدعلی خامنه‌ای

1403/2/31

 

ټیګونه