د امریکا د شتمنو پټ پناهځای چېرې دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168926-د_امریکا_د_شتمنو_پټ_پناهځای_چېرې_دی
پارس ټوډې – د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د شتمنو پټ پټنځای  ایشواکړی دی.
(last modified 2025-12-28T05:53:43+00:00 )
Dec 28, 2025 10:19 Asia/Kabul
  • د امریکا په کېشیرز (Cashiers) کلي کې یوه لوکس ماڼۍ
    د امریکا په کېشیرز (Cashiers) کلي کې یوه لوکس ماڼۍ

پارس ټوډې – د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د شتمنو پټ پټنځای  ایشواکړی دی.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د شمالي کارولینا ایالت د بلو ریج غرونو په لمنو کې پروت کوچنی کلی کېشیرز (Cashiers)، چې دایمي نفوس ئې یوازې کابو  ۸۲۵  تنه دي، د امریکا له شتمنو مېشتو سیمو څخه یو ګرځېدلی او لږ تر لږه څلور میلیارډران پکې ژوند کوي.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، دا کلی چې نه ښاروال لري او نه هم خپله ځاي  پولیس، خپل  جذابیت د غرنیو سیمو له یخ او برابرې آب وهوا ، طبیعي ښکلا او خاموشې فضا څخه برخمن دی ؛ نو همدا ځانګړنې شتمن خلک – چې ډېری ئې د امریکا له سوېل ختیځ څخه دي – دې سیمې  ته هڅوي چې له توجه  پرته  هلته ژوند وکړي.

په تېرو پنځو کلونو کې په کېشیرز  کلي کې د  املاکو او پراپرټیانو یا د مځکې د پير پلور  بازار  کابو دوه برابره وده کړې ده، او په وروستیو میاشتو کې د کورونو د پلور مینځنۍ بَیه کابو  ۵٫۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمینځ، مینځنۍ بیَه له ۱٫۰۵ میلیونه ډالرو څخه ۱٫۹۸ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده، او داسې ریکارډونه هم ثبت شوي لکه په ماونټین‌ټاپ سیمې کې د ۱۱٫۱۱ میلیونه ډالرو په بیَه د یوه کور پلور، او په کولاساجا کلَب کې تر  ۱۲ میلیون  ډالرو پورې د یوې ماڼۍ پلورنه.

دا رونق د کرونائي بحران وروسته او د امریکا له نورو ایالتونو څخه د پېرېدونکو په ورتګ سره لا ډېر شو.

په کېشیرز کلي کې د ملکیت لرل اکثره د کلبونو د غړیتوب لپاره یو شرط ګڼل کېږي، چې لګښت یې له سلو زرو ډالرو څخه زیات وي، سربېره پر دې کلنۍ د غړیتوب فیس هم اخېستل کېږي. دا کلبونه د تفریحي اسانتیاوو لکه ګالف، ټینس، کرکټ او رستورانونو تر څنګ، بنسټیزې بیخ بینائئ لکه سړکونه، د اوبو او فاضلاب سیستمونه هم برابروي او د لوکس کورونو جوړول ممکن کوي

د دې کلي له مشهورو اوسېدونکو څخه دا کسان یادېږي:

کن لېنګون،(د هوم ډیپو شرکت بنسټ‌اېښودونکی)،د اینګرَم کورنۍ غړي،د تاباسکو ساس تولیدوونکي د مک‌ایلني کورنۍ سکاټ هارډمن وارد ،د راسل سټوور د خوږو د کورنۍ غړی،د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ، او د انرژۍ ستر پانګه‌وال ویلیام دورې .