اوس به دقانون په اساس څوک د ایران حکومت اداره کړي؟
(last modified Tue, 21 May 2024 09:36:26 GMT )
May 21, 2024 14:06 Asia/Kabul
  • اوس به  دقانون په اساس څوک د ایران حکومت اداره کړي؟

 پارس ټوډې  - د ایران د  اساسی قانون د ساتندویه شورا ویندوي ډاکټر طحان نظیف ووئيل؛د ولسمشرۍ انتخابات په راتلونکو پنځوسو ورځو کې ترسره کیږي.

د نګهبان شورا د اطلاع رسونې   ویبپاڼې راپور ورکړی، د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا ویندوي او حقوق پوه غړی ډاکټر هادي طحان نظریف  د ایران  د ریډیو او ټيلیویژني ادارې  له دوهم چینل سره په خبرو کې  د اسلامی ایران د خدای بخښلي  ولسمشر شهید آیت الله رئسي  او ورسره نورو ملګرود شهادت په مناسبت د تسلیّت په وئيلو سره ووئيل؛ دغه خواږۀدوستان  او د ولس خدمت کونکو  د حضرت امام رضا علیه السلام  د نیکمرغه ولادت په شپه  د کلونوکلونو سربازۍ ،خادمۍ او د ایران د شریف ملت  د خدمت  په ویاړ چایزه ترلاسه کړه.

د نګهبان شورا  ویندوي  په دوام کې ټینګار وکړ، د دوي ښې نامې، مجاهدتونه او  خدمتونه به د خلکو له خاطرو او ذهنونو ونه وځي دغه پيښه یوه لویه  پیښه او تاوان دی ،البته هماغه شان چې د رهبرۍ ستر مقام  فرمائيلي دي؛ د خلکو  د خدمت کونکو په صف او لیکه کې  به هیڅ خنډ رامینځة نشي  او د ایران اساسی قانون دهمدغه شان شپو ورځو لپاره  اټکلونه کړي دي.

هغه په همدې رابطه ، د اساسی قانون ۱۳۱ مادې ته اشاره وکړه او وې وئيل،  په دغې مودې کې  تر انتخاباتو پورې  د هیواد اداره کول د رهبرۍ د ستر مقام په موافقې اوتائيدئې سره  به د  لومړي مرستیال په غاړه وي او  د ولسمشرۍ  اختیارات او مسئولیّتونه  به له هغه سره وي.

ډاکټر طحانا نظیف  زیاته کړه؛  همداراز  د پارلیمان، قضیایه   له مشرانو  او د ولسمشر له لومړي مرستیال  څخه به یوه شورا جوړه شي  او باید ځیني ترتیبات غوره کړي ، څو تر پنځو ورځو په مودې کې  د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

ساتندوئې شورا ویندوي دغه راز ووئيل؛   هر څه به دق انون په مدار او چوکاټ کې تعقیب شي او  د اساسی قانون په اساس به هیڅ خلل او خنډ رامینځة نشي.

هغه همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې  چې  راتلونکی ولسمشر به تر څومره مودې لپاره وټاکل شي ، ووئیل، د اساسی قانون په اساس، د ولسمشرۍ  پړاؤ څلور کلن دی او د  ولس په وسیله راتلونکې ټاکل شوی ولسمشر به د څلور کلن پړاؤ لپاره  وي.

 

ټیګونه