Apr 17, 2024 17:42 Asia/Kabul
  • هغه سړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د لوېدیځې آسیا د مقاومت بنسټ ایښودونکی شو / د امام خمیني 14 سیاسي اندونه + انځورونه

پارس ټوډې – امام خمیني (۱۹۰۲-۱۹۸۹) د ایران د اسلامي انقلاب بنسټ ایښودونکی او له امام خامنه یي څخه مخکې د اسلامي جمهوریت رهبر ، وښوده چې اسلامي فقه او سیاسي فلسفه د زمان او مکان له مخې، د ټولنې د مدیریت لپاره د نویو پلانونو وړتیا لري.

د امام خمیني (ره) انقلابي فکر، د لومړني ولي فقیه او د اسلامي انقلاب د رهبر په توګه، د هغو بریاوو په نتیجه کې چې هغه د ایراني ټولنې په کلتوري، علمي، انساني، سیاسي او پوځي اړخونو کې د سوکالۍ او هوساینې په لور درلودې او توانېدلی چې د استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ په لټه کې فعال رول رامنځته کړي، په ځانګړي توګه په لوېدیځه آسیا کې له لبنان څخه تر یمن پورې، خورا مهم دي.

امام خمیني (ره) د اسلامي حکومت د نظریې په راژوندي کولو سره، د ایران اسلامي غورځنګ له یوه نظري اړخه پیل کړ. هغوی شاهي حکومت ناروا اعلان کړ او د الهي ارشاداتو پر بنسټ یې له حکومت پرته، بل هر حکومت رد کړ.

د امام خمیني (ره) ځینې انځورونه

امام (ره) د خلافت، شاهي سلطنتي او ولایت فقیه نظریه د "اسلامي جمهوریت نظریې" ته پراخه کړه. دا قضيه د امام خميني (ره) د اسلامي غورځنګ او د تېرې پېړۍ د نورو اسلامي غورځنګونو ترمنځ يو له بنيادي توپېرونو څخه ده.

د یوه دیني مرجع په مشرۍ د ایران د شاهي حکومت نسکورول او د اسلامي جمهوریت تاسیس؛ په اوسني عصر کې د اسلامي بیدارۍ غورځنګ تر ټولو مهمه بریا ده.

د امام خمیني (ره) او د هغه د یارانو ترټولو مهمه نظري لاسته راوړنه؛ د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون تصویب دی. د لومړي ځل لپاره د اسلامي ټولنې د اداره کولو نظریه، د تجد معاصر وخت او مکان له غوښتنو سره سم، په عملي بڼه د ایران د ملت د نخبګانو او غوره کسانو له خوا تصویب شوه.

د اسلامي جمهوریت اساسي قانون، د اسلامي لارښوونو او مدیریتي تجربو او له رینیسانس څخه را وروسته د بشریت د ټولیزې پوهې ترکیب دی. د اساسي قانون محتوا د اسلام پر بنسټ او بڼه یې په عصري وخت کې د بشریت د عقل پر بنسټ ولاړه ده. له همدې امله، د شورا اصل چې په تصمیم نیولو کې د ملت د ونډې اصل دی؛ د واکونو د تفکیک او د اجرائیه قوې، قضائیه قوې، د اسلامي شورا مجلس، د نګهبان شورا، د خبرګانو شورا، د نظام د مصلحت شورا، د ملي امنیت د عالي شورا او د ښاري شوراګانو د جوړولو اصل، په اساسي قانون کې څرګند شوي دي.

امام خمیني په عین وخت کې د شرقي او غربي بلاک پر وړاندې ودرېد او په اسلامي نړۍ کې یې د امریکا او صهیونزم د استبداد او زیاتو غوښتنو پر وړاندې، د اسلامي امت د مقاومت جبهه جوړه کړه.

د امام خمیني په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب، د اسلامي امت او نړۍ فکري او سیاسي معادلات بدل کړل. د اسلامي انقلاب د بري تر اغېزې لاندې، په نړيوالو اړيکو او د نړۍ په سياسي- انقلابي فکر کې د "اسلامي انقلاب د خبرو اترو دوره"، "سياسي اسلام" او "دیني حکومت" په نوم نوې دوره پيل شوه.

امام خمیني (ره) او امام خامنه يي

د امام خمیني د سیاسي افکارو اصول

په کورني ابعادو کې امام، خلک د چارو په سر کې بولي او په بهرني اړخ کې له استعمار سره مقابله او د مسلمانانو یو ځای کېدل، د امام خمیني د سیاسي فلسفې اصلي موضوع ده . په مقننه او تصمیم نیوونکي نظام کې د خلکو اراده او رایه شاملول، د هغه د اجتهاد له مهمو نظرونو څخه دی، چې له اسلامي شعارونو سره، د دیکتاتورانو او مستبدینو له افکارو سره په ښکاره توپیر لري.

د امام خمیني ځینې خبرې چې د هغه له نظره د سیاست او حکومتدارۍ نظریاتي ابعاد څرګندوي، په لاندې ډول دي:

1. د اسلامي حکومت اصول

د اسلامي حکومت درې اصول عبارت دي: لومړی په اسلامي حاکم کې د عدالت د ضرورت اصل. دویم، د مسلمانانو د آزادۍ اصل چې حاکم ته رایه ورکړي او خپل سرنوشت پخپله وټاکي او درېیم د بهرنیو لاسوهنو او د مسلمانانو پر سرنوشت باندې د پردیو له کنټرول څخه د اسلامي دولت د خپلواکۍ اصل.

 

2. د جمهوریت ډول

"د اسلامي جمهوریت دولت هم د نورو جمهوریتونو په څېر، یو جمهوریت دی، مګر قانون یې اسلامي قانون دی."

د شاه د استبدادي رژيم پر وړاندې د ايران د ولس د انقلاب له بريا مخکې، د امام خميني يو انځور، نوفل لوشاتو، فرانسه

3. د اسلامي جمهوریت دندې

"د اسلامي جمهوریت د کار بنسټ، د هېواد د خپلواکۍ او د ملت د آزادۍ تامین، له فساد او فحاشي سره مبارزه او د قوانینو تنظیمول او ترتیبول دي، چې په ټولو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې، د اسلامي معیارونو سره سم، لازم اصلاحات پلي کړي. دا اصلاحات به د ټولو خلکو په بشپړ ګډون سره وي او هدف یې لومړی د بې وزلۍ له منځه وړل او زموږ د لوی اکثریت خلکو لپاره د ژوند شرایط ښه کول دي، چې له هر ډول ظلم سره مخ دي.

 

 4. د پارلمان او قانون جوړونې موقف او مقام

"د ملي شورا معنا دا ده چې خلک په آزاده توګه وکیلان وټاکي او دوی کښېني او د هېواد په چارو کې مشورې وکړي."

 

5. ټاکنې او د خلکو اراده

"د دې ډلې یو له مهمو لومړنیو وظیفو څخه چې د شاه له سقوط وروسته، د چارو مسئولیت پر غاړه اخلي، د آزادو ټاکنو لپاره د شرایطو برابرول دي، چې په ټاکنو کې د هېڅ طبقې یا ډلې نفوذ شتون ونه لري."

 

6. د بهرني سیاست اصول او بنسټونه

د اسلامي دولت تګلاره؛ د خپلواکۍ ساتنه، د ملت، دولت او هېواد آزادي او متقابل احترام له خپلواکۍ وروسته بشپړېږي او د زبرځواکونو او غیر زبرځواکونو ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

 

 7. د فلسطین او د نړۍ د آزادۍ غوښتونکو مسئله

"د ایران ملت تل د غاصب اسرائیلو پر وړاندې د ټولو خپلواکۍ غوښتونکو په ځانګړې توګه، د فلسطیني وروڼو د مبارزې ملاتړ کړی دی. موږ تل د دوی غورځنګ تایید کړی او د امکان تر حده مو ورسره مرسته کړې ده."

 

۸. د مسلمانانو یووالی

"د مسلمانانو او اسلامي دولتونو د یووالي فکر زما د ژوند د پلانونو په سر کې دی. زه د اسلامي دولتونو تر منځ د اختلافاتو په اړه اندېښمن یم. زه د هغو پیښو په اړه چې د مسلمانانو او د دوی د حکومتونو ترمنځ د واټن لامل کېږي، وېره لرم. "

 

۹. مستضعفان او ټولنیز عدالت

"زه هیله من یم چې د اسلامي جمهوریت په تحقق او زموږ او ستاسو په توفیق سره چې د اسلامي عدالت په شان بڼه رامنځته کړو. زموږ ټولې ستونزې هوارې شي، د کارکوونکو ستونزې هوارې شي، د کارکوونکو ستونزې حل شي.

 "په اسلامي جمهوریت کې، دوی باید د مظلوم ملاتړ وکړي. مستضعفان باید پیاوړي شي؛ توانا شي."

امام خمیني (ره) د خپلې کورنۍ له غړو سره

10. آزادي

"آزادي د خلکو حق دی. قانون؛ آزادي ورکړې ده. خدای خلکو ته آزادي ورکړې. اسلام آزادي ورکړې. اساسي قانون خلکو ته آزادي ورکړې ده.

 

11. انصاف

"اسلام؛ د هغه خدای عادل دی، د هغه پیغمبر هم عادل دی او د هغه معصوم امام هم عادل دی. د هغه قاضي هم هغه وخت معتبر دی کله چې هغه هم عادل وي.

 

12. بشري حقونه

"د بیان آزادي، د ټاکنو آزادي، د مطبوعاتو آزادي، د راډیو - ټلویزیون آزادي، د اعلاناتو آزادي، دا بشري حقونه او تر ټولو اساسي بشري حقونه دي."

"ترڅو چې د تیکیې کولو یو معنوي ټکی نه وي؛ انسانان نشي اصلاح کېدای. د انسان اصلاح او د بشر د حقونو ساتنه ممکنه نه ده؛ مګر دا چې د تکیې ځای معنوي اصل وي.

 

13. استعمار له منځه وړل

"د اسلامي دولتونو د مشرانو تر منځ شته لانجه، چې د قومي پاچاهانو ميراث او د وحشت زمانه ده او د بهرنيانو په لاس د ولسونو د ورسته پاتې والي لپاره رامنځته شوې؛ په چارو کې له دوی څخه د فکر کولو فرصت له منځه تللی دی. د ناهیلۍ او نا امیدۍ روحیه چې د استعمار لخوا په ملتونو کې، حتی په اسلامي مشرانو کې راښکاره شوې ده؛ دوی یې د حل لارې لپاره له فکر کولو پاتې کړي دي. په دې هيله چې ځوانه طبقه د زوړوالي او ضعيفۍ ته نه وي رسېدلې، په هره طریقه وکولای شي ملتونه راویښ کړي.»

 

14. د امریکا نقد

"د سلګونه میلیونو مسلمانانو حقونه له پامه غورځول او د دوی پر برخلیک باندې د لنډغرو تسلط کول او جعلي اسرائیلي رژیم ته اجازه ورکول، چې د مسلمانانو حقونه غصب کړي او دوی له آزادۍ او منځني تجارت څخه محروم کړي؛ دا هغه جرمونه دي چې د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په قضیه کې ثبت شوي دي".

امام خمیني(ره) د خلکو په منځ کې

پایله:

امام خمیني (ره) په نظر او عمل کې هڅه وکړه چې د معاصر وخت او ځای له غوښتنو سره سم، د اسلامي ټولنې د چلولو لپاره یوه نوې لاره وړاندې کړي. په دې لاره کې ډېر نظریاتي نوښتونه وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې اسلامي فقه او سیاسي فلسفه د زمان او مکان له مخې، د ټولنې د مدیریت لپاره د نویو پلانونو وړتیا لري.

د اسلامي سیاسي فکر اصل، د واک عادلانه وېش او د خپل برخلیک په پلانولو کې، د خلکو عملي ګډون دی. د دولت اصلي دنده هم، د خلکو د ژوند اداره کول او د آزادۍ او عدالت تامینول دي.

 

اخذ لیکونه:

سید سلمان صفوي. امام خمیني (ره)؛ ایدئولوگ نظریه جمهوري اسلامي

د امام خمیني صحیفه: د امام خمیني د آثارو ټولګه؛ بیانونه، پیغامونه، مرکې، احکام، شرعي جوازونه او لیکونه، د امام خمیني د آثارو د تدوین او خپرولو مؤسسه

مهمې جملې: امام خمیني څوک وو؟، د امام خمیني فکر څه وو، د امام خمیني تفکر، د امام خمیني او ایران، د امام خمیني کتابونه، امام خمیني او فلسطین

ټیګونه