ولې بنیامین نتانیاهو د غزې د اوربند منلو ته اړ شو؟
-
ولې بنیامین نتانیاهو د غزې د اوربند منلو ته اړ شو؟
پارس ټوډی – د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د نړیوالې کرکې، فشارونو او د نړیوالې جزایي محکمې د نیولو د ګواښ له امله، په مجبوري سره د غزې د اوربند منلو ته اړ شو.
د «الجزیره نت» د محمود سلطان په قلم یوه تحلیلي لیکنه خپره کړې چې پکې د هغو دلایلو وضاحت شوی چې ولې نتانیاهو د غزې د جګړې د پای ته رسېدو منلو ته اړ شو.
د «العالم» ټلوېزیون د راپور له مخې، په دې تحلیل کې راغلي چې یو له اصلي لاملونو څخه دا و، چې نتانیاهو په ملګرو ملتونو کې ځان یوازې او د نړۍ له خوا کرکجن وموند.
هغه د دې وېري له امله چې د نړیوالې جزایي محکمې د نیولو حکم پرې عملي نه شي، له دې ډډه وکړه چې د اروپا له فضا تېر شي. کله چې هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا لپاره ولاړ، ډېرو هېوادونو د هغه د وینا پر مهال تالار پرېښود، او هغه ځان په خالي تالار کې وموند.
اروپایي سیاسي څېرو په ښکاره ډول صهیونیستي رژیم د نسلوژنې په ارتکاب تورن کړی، او د دې رژیم پر ضد د وسلو د بندیز غوښتنې زیاتې شوې دي – حتی د هغو امریکایي ډیموکراتانو له لوري چې د تلابیب پخواني ملاتړي ګڼل کېدل، لکه جیک سالیوان، د ملي امنیت پخوانی سلاکار.
د روان کال (۲۰۲۵) د اګست میاشت کې، ۲۸ لوېدیځو هېوادونو له تلابیبه وغوښتل چې د غزې له خلکو سره خپلو جنایتونو ته د پای ټکی کېږدي.
دا غوښتنې د هغو فرهنګي، پوهنتوني او ورزشي بندیزونو تر څنګ وې چې د صهیونیستي رژیم پر ضد د تطبیق ګواښ ورته شوی و. د دې بندیزونو له امله، د صهیونیستي رژیم یو استاد، نمرود ګورن، اعتراف وکړ چې د غزې د جګړې له امله ډېری اسرائیلیان دا احساس کوي چې نړۍ د دوی پر ضد ده.
همدا احساس د پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت له خولې د دې جملې لامل شو: «موږ په یوه منفور دولت بدل شوي یو.»
یو بل ستر اشتباه چې نتانیاهو وکړه، دا ګومان و چې ډونالډ ټرمپ به پرې هېڅ فشار نه راوړي او تل به یې ملاتړ کوي. خو ډېر ژر هغه د ټرمپ د سختو فشارونو لاندې راغی.
د صهیونیستي رژیم د انزوا ویره دومره زیاته شوه چې نتانیاهو اعلان وکړ: تلابیب باید ځان له اقتصادي پلوه ځانبسیا کړي ترڅو د انزوا مخه ونیسي.
د «پیو» د څېړنیز بنسټ وروستۍ سروې ښيي چې ۵۸ سلنه اسرائیلیان باور لري چې د دوی رژیم د نړۍ د نورو هېوادونو تر منځ خپل درناوی له لاسه ورکړی.
همدا څېړنه څرګندوي چې ډېری د نیول شویو سیمو اوسېدونکي د جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي، ځکه دا جګړه د رژیم څېره ورانه کړې او د نړیوالې انزوا لامل شوې ده.
له دې سره، د صهیونیستي رژیم بهرني حالت هم خراب شو.
ټرمپ، د تلابیب له خبرولو پرته، له حماس سره خبرې وکړې، د سوریې پر ضد بندیزونه یې لغوه کړل او له ایران سره د خبرو تمایل یې څرګند کړ.
بله جدي شخړه هغه وخت رامنځته شوه چې د صهیونیستي رژیم د استخباراتو هڅه وکړه په قطر کې د حماس مشران ووژني، خو د ټرمپ ټیم دا هڅه د واشنګټن او د ناټو له بهرنیو متحدینو تر منځ د کړکېچ د رامنځته کولو هڅه وبلله.
له دې وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې له نتانیاهو څخه مایوس شوی او جګړه باید پای ته ورسېږي.
د نتانیاهو د تسلیمېدو یو بل مهم لامل، د صهیونیستي رژیم پر ضد د کرکې او د اروپا په ښارونو کې د پراخو مظاهرو زیاتوالی و.
دا مظاهرې د اروپا او د
صهیونیستي رژیم تر منځ د تاریخي اړیکو په تر ټولو خطرناک پړاو بدلې شوې.
همدا حالتو تل ابیب ته دا احساس ورکړ چې د سقوط او زوال په درشل کې دی.
کرکه د اسرائیلو پر وړاندې دومره زیاته شوه چې د لومړي ځل لپاره یې ټول متحدین د اړیکو پرېکولو ګواښ وکړ.
دا حالت حتی په هغو هېوادونو کې رامنځته شو چې پخوا یې له اسرائیلو سره ښه اړیکې لرلې.
د «شرمالشیخ» د تړون، څلور ورځې مخکې سلګونه زره کسانو په اروپا کې د اسرائیلو پر ضد مظاهرې وکړې.
د صهیونیستي رسنیو په وینا، دا د اروپا او اسرائیلو د اړیکو په تاریخ کې تر ټولو خطرناک بدلون و.
په پای کې، اسرائیل ځان داسې حال کې وموند چې د زوال او حتی د ورکېدو په لور روان دی – داسې وضعیت چې ښایي د هغو خلکو د بېرته ستنېدو پیل وي چې له اویا کلونو وړاندې له همغه ځایه راغلي وو.
په دې شرایطو کې، ټولې نړۍ د جګړې د پای لپاره موافقه وکړه، او نتانیاهو بله لار نه لرله پرته له دې چې د نړیوالو افکارو غوښتنې ته غاړه کېږدي.
هغه د خپل تکبر او ځانغوښتنې قرباني شو، پرته له دې چې کوم هدف ته ورسېږي.
اوس هغه د خپل سیاسي برخلیک په تمه دی – هغه برخلیک چې ښایي د واک پرېښودل او په یوه اسرائیلي زندان کې د بندي کېدو په مانا وي.