اروپا په رسمي ډول طالبان د خبرو اترو لپاره وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174152-اروپا_په_رسمي_ډول_طالبان_د_خبرو_اترو_لپاره_وبلل
«۸ صبح» ورځپاڼې راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون او سویډن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند بروکسل ته د خبرو اترو لپاره بللی دی.
(last modified 2026-06-13T09:57:24+00:00 )
Jun 13, 2026 14:26 Asia/Kabul
  • اروپا په رسمي ډول طالبان د خبرو اترو لپاره وبلل

«۸ صبح» ورځپاڼې راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون او سویډن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند بروکسل ته د خبرو اترو لپاره بللی دی.

د فارس خبري آژانس د افغانستان د خبریال د راپور له مخې، اروپا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند، عبدالقهار بلخي، غوښتي چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو او منلو په اړه د تخنیکي خبرو اترو د دوام لپاره، چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري، په بروکسل کې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.په هغه لیک کې چې د اروپايي کمېسیون د نړیوالو چارو او کډوالۍ د مرستیال رئیس او د سویډن د عدلیې وزارت د حقوقي چارو رئیس له خوا لاسلیک شوی، ویل شوي چې دا غونډه به د جون په ۲۲ او ۲۳ نېټه په بروکسل کې ترسره شي.په لیک کې له عبدالقهار بلخي غوښتل شوي چې له خپلو دوو نورو همکارانو سره په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.همدارنګه په لیک کې ټینګار شوی چې د طالبانو د پلاوي د ویزو غوښتنې به د بلجیم د چارواکو له خوا، چې د اروپايي کمېسیون کوربه هېواد دی، وڅېړل شي، او له طالبانو غوښتل شوي چې خپلې د ویزې غوښتنې اړوند سفارت ته وسپاري.اروپا څو ځله ویلي چې د بشري حقونو د نه رعایت له امله طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له کابل سره به خپلې اړیکې او تعاملات وساتي.