د ایران د محصلینو فرنګي غېږنیونکو د نړۍ اتلولي خپله کړه
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د محصلینو د فرنګي کشتیو ملي لوبډلې د برازیل د محصلینو په نړیوالو سیالیو کې د ۹ بېلابېلو مډالونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې،د ایران د محصلینو د فرنګي کشتیو لوبډلې د ۶ سرو زرو، یو د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د محصلینو د رزمي ورزشونو د سیالیو لومړی مقام وګاټه.
د Turkey او Poland لوبډلې په ترتیب سره دویم او دریم ځائيګي ترلاسه کړل.
د ایران د ورزشي کاروان لپاره مرتضی الغوثي، محمد کمالي، امیررضا دهبزرګي، محمد ناقوسي، مهدي کمالي او حجت رضايي د فرنګي کشتیو په سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.
همدارنګه رضا بهمني د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ، او رضا آذرشب او شایان حبیب زارع په خپلو وزني کټګوریو کې دریم ځائيګي خپل کړل او د برونزو مډالونه ئې وګټل.