ابراهیم رئیسي د چورلکې په نسکوریداکې سره د څو ملګرو شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i148810-ابراهیم_رئیسي_د_چورلکې_په_نسکوریداکې_سره_د_څو_ملګرو_شهید_شو
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او ورسره پلاوی د خلکو د خدمت په لاره کښې، د آذربایجانِ شرقي ولایت په «ورزقان» سیمه کښې په هوايي پیښه کښې شهید شو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 20, 2024 07:24 Asia/Kabul
  • ابراهیم رئیسي د چورلکې په نسکوریداکې سره د څو ملګرو شهید شو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او ورسره پلاوی د خلکو د خدمت په لاره کښې، د آذربایجانِ شرقي ولایت په «ورزقان» سیمه کښې په هوايي پیښه کښې شهید شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د ورسره پلاوي وړونکې چورلکه چې پرون د «خدا آفرین» په نامه بند د کتنې او د څو ملي او ولایتي طرحو د پرانستې لپاره آذربایجان شرقي ولایت ته تلې وه، له دغه ډیم څخه د «تبریز ریفاینرئ» په لور د الوت پرمهال د خراب موسم په وجه په ورزقان سیمه کښې نسکوره شوه.

له پيښې سمدستي وروسته له ولسمشر او د هغه ملګرو ته د مرستې رسولو لپاره د چټک غبرګون د امدادي مرستې د لسهاؤ ډلو له لیږل کیدو سره سره، له پيښې سره د مخ شوې چورلکې د موندلو هلې ځلې د سختې لوړې او د غریزې او ځنګلي سیمې په وجه څو ساعته اوږدې شوې.

بلآخره نن سهار وختي د هلالِ احمر او ولسي مرستندویه ډلو د لټونکو ایراني ډرونز په مرستې سره نسکوره شوې چورلکه وموندله.

په دغې هوايي پیښې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د خارجه وزیر «حسین امیرعبداللهیان» د تبریز امامِ جمعه «آیت‌الله سید محمدعلی آل‌هاشم» د آذربایجانِ شرقي والي «مالک رحمتي» او همداشان د ولسمشر د ساتنې د ټیم مشر، د چورلکې دوه پایلټان او یو بل کس شهید شوي دي.

له دې پيښې وروسته حکومتي کابینې بیړنۍ غونډه جوړه کړه.

Image Caption