اوس به دقانون په اساس څوک د ایران حکومت اداره کړي؟
پارس ټوډې - د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا ویندوي ډاکټر طحان نظیف ووئيل؛د ولسمشرۍ انتخابات په راتلونکو پنځوسو ورځو کې ترسره کیږي.
د نګهبان شورا د اطلاع رسونې ویبپاڼې راپور ورکړی، د ایران د اساسی قانون د ساتندویه شورا ویندوي او حقوق پوه غړی ډاکټر هادي طحان نظریف د ایران د ریډیو او ټيلیویژني ادارې له دوهم چینل سره په خبرو کې د اسلامی ایران د خدای بخښلي ولسمشر شهید آیت الله رئسي او ورسره نورو ملګرود شهادت په مناسبت د تسلیّت په وئيلو سره ووئيل؛ دغه خواږۀدوستان او د ولس خدمت کونکو د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه ولادت په شپه د کلونوکلونو سربازۍ ،خادمۍ او د ایران د شریف ملت د خدمت په ویاړ چایزه ترلاسه کړه.
د نګهبان شورا ویندوي په دوام کې ټینګار وکړ، د دوي ښې نامې، مجاهدتونه او خدمتونه به د خلکو له خاطرو او ذهنونو ونه وځي دغه پيښه یوه لویه پیښه او تاوان دی ،البته هماغه شان چې د رهبرۍ ستر مقام فرمائيلي دي؛ د خلکو د خدمت کونکو په صف او لیکه کې به هیڅ خنډ رامینځة نشي او د ایران اساسی قانون دهمدغه شان شپو ورځو لپاره اټکلونه کړي دي.
هغه په همدې رابطه ، د اساسی قانون ۱۳۱ مادې ته اشاره وکړه او وې وئيل، په دغې مودې کې تر انتخاباتو پورې د هیواد اداره کول د رهبرۍ د ستر مقام په موافقې اوتائيدئې سره به د لومړي مرستیال په غاړه وي او د ولسمشرۍ اختیارات او مسئولیّتونه به له هغه سره وي.
ډاکټر طحانا نظیف زیاته کړه؛ همداراز د پارلیمان، قضیایه له مشرانو او د ولسمشر له لومړي مرستیال څخه به یوه شورا جوړه شي او باید ځیني ترتیبات غوره کړي ، څو تر پنځو ورځو په مودې کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
ساتندوئې شورا ویندوي دغه راز ووئيل؛ هر څه به دق انون په مدار او چوکاټ کې تعقیب شي او د اساسی قانون په اساس به هیڅ خلل او خنډ رامینځة نشي.
هغه همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې چې راتلونکی ولسمشر به تر څومره مودې لپاره وټاکل شي ، ووئیل، د اساسی قانون په اساس، د ولسمشرۍ پړاؤ څلور کلن دی او د ولس په وسیله راتلونکې ټاکل شوی ولسمشر به د څلور کلن پړاؤ لپاره وي.