د ولسمشر په جنازه کښې په پراخ ګډون سره نړۍ ته د ایرانیانو پیغام/ د رئیسي له کورنۍ سره د انقلاب د معظم رهبر کتنه
-
د رئیسي له کورنۍ سره د انقلاب د معظم رهبر کتنه
معظم رهبر: له ارواښاد ولسمشر سره د خلکو مینه، د ایران په ګټه دنیا ته یو پيغام دی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران ارواښاد ولسمشر د اسلامي انقلاب د شعارونو مظهر وباله او ورسره یې د خلکو مینه د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه دنیا ته یو پيغام بللی دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران د ارواښاد ولسمشر سید ابراهیم رئیسي کور ته په ورتګ سره وویل چې د دوي نشتوالی د هیواد لپاره ډیر دروند او نه جبیره کیدونکی تاوان دی.
![](https://media.parstoday.ir/image/4c6d8ed6c5f8892hw90_800C450.jpg)
معظم رهبر د ولسمشر په جنازه کښې د خلکو شتون ته په اشارې سره چې له رهبر سره د ملاقات کونکو بهرنیو میلمنو له سترګو هم پټ نه و پاتې، هغه د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه دنیا ته یو پيغام وباله چې د اسلامي ایران ولسي جرړه او پياوړتیا یې وښودله، هغه قدرت او پياړتیا چې جرړه یې د ایران د ټولنې او ولس په تل کښې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ارواښاد ولسمشر خالصانه خدمات یوازې د دوي د ژوند تر پړاوه محدود نه دي زیاته کړه: رئیسي له خپل ژوند وروسته هم د هیواد لپاره ارزښتناک خدمات ترسره کړل.