امریکې په ایران باندې ځیني نوي بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149032-امریکې_په_ایران_باندې_ځیني_نوي_بندیزونه_ولګول
د امریکې حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کښې د ایران د هوافضا صنایعو په سازمان پورې په اړوندو څلور ارګانونو او همداشان په یو کس باندې بندیزونه ولګول.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 01, 2024 03:54 Asia/Kabul
  • امریکې په ایران باندې ځیني نوي بندیزونه ولګول

د امریکې حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کښې د ایران د هوافضا صنایعو په سازمان پورې په اړوندو څلور ارګانونو او همداشان په یو کس باندې بندیزونه ولګول.

د امریکې حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کښې د ایران د هوافضا صنایعو په سازمان پورې په اړوندو څلور ارګانونو او همداشان په یو کس باندې بندیزونه ولګول.

د ایرنا د خبر له مخې، د امریکې د خزانې وزارت پرون جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د امریکې د خزانې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر OFAC)  د خپل زیات نه زیات دباؤ د سیاست او د ایران د اسلامي جمهوریت د ډرون تون سره د مقابلې په دوام کښې، په «رایان رشد افزارRRA)  پورې په اړوندو څلورو ارګانونو بندیزونه ولګول.

پر دې سربیره یې د ایران د هوايي صنایعو د سازمان یو ایراني مدیر هم د خپلو بندیزونو په لسټ کښې شامل کړ.

د امریکې د خزانې وزارت د تیرې مۍ میاشتې په پنځه نیټه هم د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلو بایکاټي سیاستونو په دوام کښې، د یوکرین او روسیې په جنګ کښې د ایراني ډرونز د پټ خرڅون په اسانولو او مالي تامین کښې د رول لوبولو په پلمه په څه باندې دولس ارګانونو، کسانو او کشتیو باندې بندیزونه لګولي وو.