د نیواکګرۍ په وړاندې دمقاومت پیاوړتیا یواساسی اصل او غوره سټراټژي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149110-د_نیواکګرۍ_په_وړاندې_دمقاومت_پیاوړتیا_یواساسی_اصل_او_غوره_سټراټژي_ده
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست   چې د سورئې په سفر تللی د سورئې له ولسمشر سره ئې په کتنې کې ددوواړخیزو اړیکو او دغزې تړانګې دجنګ  دبدلونونو په باب  خبرې اترې وکړې.
(last modified 2024-06-04T21:56:07+00:00 )
Jun 05, 2024 02:23 Asia/Kabul
  • د نیواکګرۍ په وړاندې دمقاومت پیاوړتیا یواساسی اصل او غوره سټراټژي ده

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست   چې د سورئې په سفر تللی د سورئې له ولسمشر سره ئې په کتنې کې ددوواړخیزو اړیکو او دغزې تړانګې دجنګ  دبدلونونو په باب  خبرې اترې وکړې.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی، د سورئې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې  د ایران  د خارجه وزارت له سرپرست علی باقری کني سره د  سورئې د ولسمشر بشار اسد د کتنې خبر ورکړی  او وئيلي ئې دي ، دواړو لورو د ایران او سورئې ترمینځ د دوو اړخیزو اړیکو  او دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د بدلونو  او همداراز د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب خبرې اترې کړي دي.

علی باقری کني  چې د دوشنبې په و رځې د لبنان او پرون هم سورئې ته تللی ، په دمشق کې ئې پر دې سربیره د سورئې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره هم کتنه او خبرې اترې کړي دي .

د سورئې ولسمشر  په دغې کتنې کې ټينګار کړی دی ،په هره پڼه د نیواکګرۍ په وړاندې مقاومت  یو اساسی اصل او یوه سټراټژيک انتخاب دی .

بشار اسد  دغه راز ووئيل، نرمښت د نیواکګرانو د و  وحشیتوب او تیریو د لازیاتیدا سبب کیږي. صهیونیسټي رژیم د مقاومتي چورلیز  دمقاومت په وړاندې هرڅومره ناکامیو ته نزدې کیږي،د فلسطین دملت په ضد ئې له زیات لاسونه دبې ګناه خلکو په وینو ککړیږي.

علی باقري کني هم په دغې کتنې کې ټينګار وکړ، د ایران او سورئې اړیکې  به سټراټژيکې او لاژورې باقي پاتې شي ، ځکه چې  په صادقانه او مشترکو ګټو او پیاوړو اصولو باندې ولاړې دي.

د ایران دخارجه وزارت سرپرست  له یوه پلوه  د دواړو هیوادونو دخدمت  لپاره   له سورئې د دوو اړخیزو اړیکو دپراختیا او په دغه هیواد کې د پانګونې  او بل پلوه د سیمه ایزو هیوادونو او د سیمې خلکو  دخدمت لپاره،د ایران  همیشنۍ هڅې ته اشاره وکړه.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست همداراز  د سورئې د ملی امنیت د دفتر  له مشر جنرال کفاح ملحم سره هم کتنه او  خبرې اترې  کړي دي.