امریکا او اروپا دې د صهیونیسټ رژيم څخه خپل ملاتړونه بند کړي
د ایران د خارجه وزارت ویندوي روښانه کړې ده،یوازې خبرې نه،بلکې له صهیونیسټي آپارټائيډ رژيم څخه د امریکا او اروپا د ملاتړ عملی او بشپړ دریدا،په فلسطین کې د انسانانو پهض د وحشي ډوله او بې پروان تاؤتریخوالی او بوږنونکي ټریجیډي ختمیدلی شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،په غزې تړانګې په حملې کې د صهیونیسټ توکمپال رژيم څخه دامریکا او اروپا دملاتړ عملی او بشپړ دریدا ،په فلسطین کې د انسانانو په ضد وحشي ډوله او بې پروا تاؤتریخوالي اودردناکه ټریجیډي پای ته رسیدلی شي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندويناصر کنعاني نن په ټولنیزو چینلونو کې په یوه یاددښت کې دغزې تړانګې د بوږنونکي وضعیّت په باب د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن دمشر جوزف بورل څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي دي د فلسطینیو ماشومانو او ښځو او نورو ښاریزو په ضد د آپارټائيډ رژيم جنایتونه د درستو نړیوالو لپاره روښانه او البته وحشتناک او بوږنونکي دي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي روښانه کړې ده،یوازې خبرې نه،بلکې له صهیونیسټي آپارټائيډ رژيم څخه د امریکا او اروپا د ملاتړ عملی او بشپړ دریدا،په فلسطین کې د انسانانو پهض د وحشي ډوله او بې پروان تاؤتریخوالی او بوږنونکي ټریجیډي ختمیدلی شي.
جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، له غزې تړانګې څخه رارسیدلی راپورونه ددې ښودنه کوي چې د لکونو بې ګناه انسانانو پر ژوند یوازینی حاکم واقعیّت ، تاؤتریخوالی او کړاؤ دی . د انصاف دنړیوالې محکمې د فیصلې په اساس، لازمه ده چې د راپورونو په باب خپلواکه تحقیقات ترسره شي.
د فلسطین د غزې تړانګې د روغتیائي چارو د وزارت د وروستۍ اعلامیې په اساس د تیر کال له اکتوبر اومې نیتې راهسې تر دې دمه په غزې تړانګې کې د وحشي صهیوینسټي رژيم د بې آمانه او وحشي ډوله بمباریو او حملو له امله د شهیدانو شمیر ۳۶ زره شپږ سوه درې پنځوس زره کسانو ته او د ټپیانو شمیر هم کابو ۸۴زره کسانو ته رسیدلی چې زیاتره قربانیان ئې ښځې اوماشومان دي .