د امام محمد باقر علیه السلام د شهادت تسلیت وایو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149396-د_امام_محمد_باقر_علیه_السلام_د_شهادت_تسلیت_وایو
د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د شهادت په ویر ویرجن دی.
(last modified 2024-06-14T00:56:24+00:00 )
Jun 14, 2024 05:24 Asia/Kabul
  • د امام محمد باقر علیه السلام د شهادت تسلیت وایو

د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د شهادت په ویر ویرجن دی.

نن د ذي الحجې د میاشتې اوومه نیټه، د امام محمد باقر علیه السلام د شهادت کلیزه ده.

د دغه معصوم امام لقب، باقر یا باقر العلوم(د علمونو سپړونکی) وو.

حضرت امام محمد باقر (ع) د خپل قدرمن پلار حضرت امام زین العابدین علیه السلام له شهادته وروسته د امامت درنده دنده په غاړه واخیستله او د خپل امامت په دوران کښې یې د اسلامي کلتور په تبلیغ او نشرولو، د شاګردانو په روزلو، د خلکو او اصحابو په مشرۍ کولو، د خپل غرنیکه حضرت محمد مصطفی(ص) د دودونو د اجرا کولو اوو د رهبرۍ سمې لارې ته د غاصب حکومت د متوجه کولو په لاره کښې یوه شیبه هم غفلت ونه کړ.

د نړۍ د شیعه مسلمانانو پنځمه امام د ۱۱۴ قمري کال د ذی الحجې په اوومه نیټه د ۵۷ کالو په عمر کښې په مدینې کښې د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک له خوا په زهرو شهید کړی شو.

مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو قدرمنو اوریدونکو او د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ ټولو مینه والو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.