Jun 16, 2024 15:35 Asia/Kabul
  • د ایرانیو کشتۍ چلونکو د آسیا شپږرنګ په رنګ میډالونه،دوه ئې د میرمنو د سروز زرومیډالونه

پارس ټوډې – ایرانیو کشتۍ چلونکو میرمنو په تایلینډ کې د آسیا له ۲۳ کلنو کم عمره اتلوالۍ د آرام سمندر کشتۍ چلونې په سیالیو کې ایرانیوکشتۍ چلونکو  رنګ په رنګ میډالونه ګټلی چې په هغو کې  دمیرمنو دوه د سرو زرو میډالونه  هم ترسترګو کیږي.

دآرام سمندر د کشتۍ   له ۲۳کلومو کم عمره زلمیانو سیالۍ د غبرګولې له ۲۵نیټې تر ۲۷پورې په تایلینډ کې ترسره کیږي چې په هغو کې تر پرون پورې  ایرانیو کشتۍ چلونکو رنګ په رنګ میډالونه وګټل چې په هغو کې دوه دمیرمنو د سروز زرو میډالونه هم دي.

پارس ټوډې  خبری آژانس راپور ورکوي، په دغو سیالیو کې د ایران  په کینوینګ او ککینګ څانګو کې د ایران  د میرمنو او سړیو په برخو کې په څلور او مربیانو  او ۱۸  لوبغاړو  سره ګډون کوي.

د ایران الناز شفیعیان د ۲۳کلونو کم عمره میرمنو د زر میټره یوې کسیزې کشتۍ د ککینګ  په پای لوبو کې د ازبکستان، تایلینډ،قزاقستان،ویتنام او سنګاپور  له سیالانو سره  سیالي وکړه او   په پاي کې  په  ۴:۰۹.۹۴۰ دقیقو وخت سره  په لومړي ځائيګي کې شوه  او د طلا میډال ئې وګاتۀ.

یوه بله ایرانۍ لوبغاړې ارشین رضانژاد هم د پیغلو انجونو په زر میټره یوې کسیزې کشتۍ ککینګ پاي لوبو کې د ازبکستان،کوریا،قزاقستان، ویتنام  او سنګاپور  له سیالانو سره  سیالئ  وکړې  او په پاي کې   ۴:۱۶.۶۳۵  په  دقیقو وخت سره    په لومړي ځائيګي کې ودریده او د طلا میډال ئې وګاټۀ.

همداراز د ایران محمد عباسی اوشایان حسیني  هم د ۲۳کلونو کم عمره زلمیانو د زره میټره  دوه کسیزې کشتۍ د کینوینګ پاي لوبې کې  د ازبکستان،تایلینډ،قزقستان،ویتنام او هند له سیالانو سره  سیالي وکړه  چې په پاي کې  په  دقیقې وخت سره  په دوهم ځائيګي کې ودریدل او د سپينو  زرو میډال ئې وګاټۀ.

شایان حسیني همداراز د سړیو په ۲۳ کلونو کم عمره  یوې کسیزې کشتۍ  کینوونیګ په زر میټره فاینل سیالیو کې د ازبکستان،تایلینډ، قزاقستان، میانمار  و یتنام  له سیالانو سره سیالي وکړه  او په پاي کې په   ۴:۰۴.۳۹۶  دقیقو وخت سره  په دریم ځائيګي کې ودرید او برنز میډال ئې وګاټۀ.

د سیالیو په دوام کې  د   ابوالفضل جنتی او امیر رضا اولادیان په نامو سره  دایران نمایندګانو  د  ازبکستان،هند،قزاقستان،قرقزستان او چین تایپه له سیالانو سره د ځوانانو د زر میټره فاصلې  باندې په دوه کسیزې کشتۍ کینووینګ  فینال سیالیو کې سیالي وکړه  او په پاي کې  په    ۳:۳۱.۲۵۵ دقیقو وخت سره  په دریم ځائيګي کې ودریدل   او د برنز یا زیّړو میډال ئې وګاټۀ.

محراب آسایش خورشید هم د چین تایپه  ،ازبکستان ،قزاقستان ،کوریا او سنګاپور  له سیالانو سره  د ځوانانو  د زر میټره فاصلې  د یو کسیزې کشتۍ  د سیالیو په فاینل کې  سیالي وکړه چې په پاي کې په  ۳:۴۶.۳۰۲  دقیو وخت سره دریم شو او د زیّړو میډال ئې وګاټۀ.  

 

ټیګونه