ایراني ډایریکټرې د کانز نړیوال فلم فسټیول جایزه وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149874-ایراني_ډایریکټرې_د_کانز_نړیوال_فلم_فسټیول_جایزه_وګټله
پارس ټوډی- ایراني میرمنې ګلاره عباسي د فرانسې په کانز ښار کښې د فلم د نړیوال فسټیول څخه د مستند یا ډاکیومنټرې د غوره ډایریکټرې انعام ترلاسه کړ.
(last modified 2024-07-01T09:46:36+00:00 )
Jul 01, 2024 14:14 Asia/Kabul
  • ایراني ډایریکټرې د کانز نړیوال فلم فسټیول جایزه وګټله
    ایراني ډایریکټرې د کانز نړیوال فلم فسټیول جایزه وګټله

پارس ټوډی- ایراني میرمنې ګلاره عباسي د فرانسې په کانز ښار کښې د فلم د نړیوال فسټیول څخه د مستند یا ډاکیومنټرې د غوره ډایریکټرې انعام ترلاسه کړ.

د فلمونو څلورم نړیوال فیستیوال د نړۍ د مشهورو ډایرکټرانو په شتون سره د فرانسې په کانز ښار کې جوړ شو.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، ایراني ډایرکټرې "ګلاره عباسي" د "هُما" مستند فلم سره د کانز په څلورم نړیوال فلم فیسټیوال کې د غوره مستند فلم جایزه ترلاسه کړه.

دغه مستند فلم د هما هماوندي د ژوند کیسه ده. د هغې په ځان باور لرونکې ښځې کیسه چې د معتادینو په کمپ کې کار کوي او هغه ستونزې او محدودیتونه چې په ژوند کې یې لري په ټولنه کې د هغې د شتون مخه نه نیسي.

د هما مستند فلم لا دمخه له کولمبیا څخه د FicFusa افتخاري ډیپلوم او له امریکا څخه د 20th Accolade Global Film Competition ځانګړې جایزه ترلاسه کړې او په آسټرالیا کې د رائل چانس فلم فستیوال A Royal Chance Film Festival) او میلبورن مستند فلم فستیوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی.