لبنان به د صهیونسټانو لپاره بیرته له ستنیدا پرته جهنم وي
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست ووئيل، لبنان به په چورلټ ډول دصهیونیسټانو لپاره له ستنیدا پرته یوه جهنم شي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت سرپرست علی باقري کني د حکومتي کابینې د نننۍ غونډې په څنډې کې ټينګار وکړ، لبنان په عملیاتي او میداني ډګر کې او هم د ډيپلوماسۍ په ډګر کې د یوه فعال لوبغاړي په توګه د مقاومت په ډ ګر کې داسې غوره رول لوبولی دی چې لازم مخه نیونې ئې رامینځةکړي دي.
باقري کني ایران ته د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د سفر په باب هم ووئيل، ایران ته دهغه سفر د مونږ او دعربستان د حکومت په ایجنډا کې شته او باید نوی حکومت ځاي په ځاي شي څو ورباندې بحث دوام ومومي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست د ډونالډټرمپ د ولسمشر کیدا د احتمال په غبرګون کې ووئیل، د ایران په اسلامی جمهوریت کې د قدرت او ظرفیّتونو مؤلفې داسې دي چې په هیواد کې د یوه وګړي تلل او راتلل هغه که د ولسمشر په توګه وي او یا بل څوک،د مونږ په سټراټژيکو سیاستونو هیڅ اغیزې نشي شیندلی ؛ که څه هم مونږ د امریکاپشمول په نړیوال ډګر کې د بدلونونو لپاره لازم اټکلونه کړي دي اونوی حکومت به په چورلټ ډول جدی تدبیرونه غوره کړي.