شهید رئیسي د حکومتونو او چارواکو لپاره مدیریتي مثال و
د اسلامي انقلاب معظم رهبر شهید رئیسي د حکومتونو او چارواکو لپاره مدیریتي مثال وباله
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خلکو د ستونزو د هواري لپاره پرله پسې هلې ځلې، په کورنیو توانمنیو باندې ژور باور، د دیني او انقلابي دریځونو په اعلانولو کښې څرګندوالی، ستړیا نه منل، نه نهیلې کیدل، په بهرني سیاست کښې د تعامل او عزتمندۍ خیال ساتل، د سترو پلانونو اجرا کول، تواضع او زغم او معنویت او ذکر او توسل د شهید رئیسي له مهمو فردي او کاري ځانګړتیاو څخه وبلل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون د سرپرست ولسمشر او د دیارلسم حکومت د کابینې د غړو په کتنه کښې ټینګار وکړ: شهید رئیسي د یو مثال او رول ماډل په توګه وښودله چې د یو هیواد د ولسمشر په توګه د فکري، قلبي او عملي ځانګړتیاؤ له ټولګې برخمنیدې شي او هغه په عمل کښې تعقیبولې شي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دغې کتنې کښې چې د دیارلسم حکومت د غړو وروستۍ کتنه وه، دغه حکومت د کار، هیلې او خوځښت حکومت وباله او ویې ویل: شهید رئیسي په رښتیا هیله مند او په حقیقت کښې راتلونکي ته خوش بینه و او کلکه اراده یې درلوده چې انځور شویو اهدافو ته ورسیږي.
دوي وویل: رئیسي به د خلکو احترام کوه او د خلکو ترمینځ په شتون سره به یې حقایق او اړتیاوې حس کولې او د خلکو د ستونزو هواری او د هغوي د اړتیاو پوره کول یې د خپلو پروګرامونو او اقداماتو چورلیز ګرځوه.
معظم رهبر په کورنیو توانمنیو باندې ژوره عقیده د شهید رئیسي یو بل ستر خصوصیت وباله او ویې ویل: رئیسي د زړه له تله د هیواد د مشکلاتو د حل لپاره په کورنیو وړتیاو او توانمنیو باندې باور درلود.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداشان له شهید ولسمشر سره په ملګرتیا کښې د حکومت د کابینې د غړو قدرونه هم وکړه او ویې ویل: که د حکومت د ټولو غړو ملګرتیا نه وی نو دا فعالیتونه ممکن نه وو.