امام خامنه اي د یوه ولسمشر لپاره څه خانګړنې خوښوي؟
(last modified Mon, 08 Jul 2024 09:01:49 GMT )
Jul 08, 2024 13:31 Asia/Kabul
  • امام خامنه اي د یوه ولسمشر لپاره څه خانګړنې خوښوي؟

پارس ټوډې – د ا سلامی انقلاب ستر لارښود د تیرې یکشنبې په ورخې د ایران د اسلامی جمهوریت د دیارلسم  حکومت د کابینې له غړو سره په کتنې کې  د  ولس د مختلفو وګړو مشکلاتو د حل لپاره بې ځنډه هڅه،د داخلی توانمنیو په ژورتیا د اعتقاد،ددیني اوانقلابی دریځونو په اعلانولو کې د جوَتوَالي، د نه ستړیکیدا، نه ناامید کیدا،په بهرني سیاست کې د عزت او تعامل درعایتولو، د لورو پروژو  داجرا د اهتمام،د تواضع، تقوا، معنویّت ، ذکر او توسل   لپاره  هڅه د خداي بخښلي  شهید ابراهیم ریئسي د کاري او شخصي غوره توب ځانګړنې وبللې.

امام خامنه اي  په دغې کتنې کې  چې د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د دیارلسم حکومت د   کابینې دغړو ترټولو وروستۍ کتنه وه، دغه حکومت،د کار او امید  او حرکت حکومت وبالۀ او وې وئيل؛ شهید ریئسي واقعا  راتلونکي ته په حقه ا میدوار  او خوشبینه ؤ او پریکنده فیصله ئې د رلوده چې  انځور شوو موخو ته ورسیږي.

پارس ټوډې راپور ورکړی، دوي د خدای بخښلي ریئیسی  دغوره ځانګړنو په بیانولو کې  دهغه ولسی کیدا ډیر مهم خصوصیّت او د ټولو مسئولانو لپاره یوه حقیقي بیلګه وبلله او وې وئيل؛ قدرمن ریئسی  د خلکو احترام کاوۀ او په خلکو مینځ کې په شتون سره  ئې اړتیاوې او حقایق لمس کول او د خلکو د بیلابیلو وګړو  داړتیاؤ د مشکلاتو  حل او تامینول ئې  دخپلوپروګرامونو او اقداماتو چورلیز ګرځاوۀ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود؛ له ولس یره د یوځای کیدا؛ ځانګړنه، له  چارواکو او مسئولانو څخه د اسلام یوه غوښته وبلله او مالک اشتر ته ئې  د پیغمبر(ص)د وصي او اهلبیت او  د مومنانو د امیر حضرت امام علی علیه السلام  په فرمان باندې په استناد سره وفرمائيل؛  حضرت امیر علیه السلام  مالک اشتر ته ټينګار کوي، ستاپه نظر کې ترټولو محبوب کار باید هغه کار وي چې د خلکو د پرګنو رضایت او خوښي جلب کړي؛ځکه چې د وحدت د رامینځةکولو او د له یوه دښمن سره د مقابلې پشمول په ټولو ډګرونو کې،    هغه خاص او ځانګړی وګړي نه چې توقعات ئې زیات وی او یوازې د خپلو  ګټو لپاره کار کوي، بلکې همدغه ولسی وګړي ستاملګري او مرستندوي دي  او په همدې سره سره په ټولنې کې وحدت او یووالی رامینځةکیږي.

امام خامنه اي ووئيل؛ همدغه حقایق او ځانګړنې مونږ  په مقدسې دفاع او نورو ډګرونو کې د خلکو له وګړو ولیدلې او شهید ریئسي د حضرت امام علی علیه السلام همدغه خط او روده تعقیب کوله  چې  دا هم باید د ټولو لپاره بیلګه شي.

دوي همداراز په داخلی توانمنیو باندې ژور اعتقاد  د شهید ریئسي  یوبل غوره خصوصیّت  وبالۀ او وې وئيل؛ په  مختلفو پړاؤنو کې مو  له مسئولانو سره خبرې کړي دي، هیڅوک هم مخالف نه وو.خو انسان  پوهیږي چې  قدرمن ریئسي د هیواد د مشکلاتو د حل لپاره  په بشپړ ډول پر داخلی ظرفیّتونو او توانمنیو  اعتقاد درلود.

ددیني او انقلابی دریځونو په اعلانولو کې جوَتوَالی او  له دوه مخي خبرو څخه ډده کول  اوی ا دنورو د خوشالولو له ملاحظې  ډده کول ، د خدای بخښلي ولسمشر  نوره ځانګړنې وې ، چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود ورته اشاره وکړه. 

امام خامنه  اي وفرمائيل؛

رئیسي هغه څه ته چې په ډاګه ئې وئيل،  په عمل کې هم  ورته پابنده ؤ؛ مثلا  له هغه  په لومړنۍ مرکې کې پوښتنه وشوه چې  له فلاني هیواد سره  ارتباط ټيګوې ، نو ځواب ئې ورکړ؛ نه ؛  او تر آخر پورې هم په همدې جوت او روښانه  دریځ باندې پابنده  وو.

 د عزتمندئ او تعامل  په یووخت رعایتول هم د خدای بخښلي ریئسي غوره خصوصیات وو چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود بیان کړل.

دوي وفرمائيل؛ قدرمن ریئسي د ارتباط په اصل اعتقاد درلود او د تعامل خاوند ؤ البته  دعزت له دریځه ئې، دومره تند اولیریکیدونکي بحثونه نه کول  چې  ارتباط غوڅ شي  او نه ئې چټي ځان دومره راټيټوۀ  او چټي امتیاز ئې چاته نه ورکوۀ.

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل؛ د مونږ شهید ولسمشر تعامل  له هغو ټولو هیوادونو سره دعزت له دریځه چې امکان ئې د رلود او د  ګاونډیانو په لومړیتوب سره  لامل شو د هغه له شهادت وروسته، د نړۍ  څو غوره  مشرانو  د تسلیت په پیغامونو کې  قدرمن ریئسي  د یوه عادي سیاستوال په توګه نه ،بلکې د یوۀ غوره شخصیّت یاد کړي.

امام خامنه اي  د خپلې وینا د دغې برخې په جمع بندئ کې  ووئیل، دغه ځانګړنې   دیوې بیلګې  دبیانولو او په تاریخ کې د ثبتولو لپاره بیان شوې څو  معلومه شي ، د مجریه قوې مشر  دفلکری ،صممیمّت او عملی فضایلو ټولګه  کیدلی شي او دا  په خپل شخصي او حاکمیّتي  کړچار کې  تعقیب کړي.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دخپلې وینا په پاي کې  یو ځل بیا  د  انتخاباتو په ښه ډول  او له کومې پيښې پرته دترسره کیدا لپاهر د حکومتي مسئولانو، داخله وزارت ، ملی رسندوئې  او پولیسو او امنیتی مامورانو دهڅې او د خلکو  زیار او شتون د زړه له کومې مننه وکړه او وې وئيل، ددنیا په ځينو هیوادونو کې  انتخابات   په جنګ جګړو  او اخ وډب  سره یو ځاي وي ،په داسې حال کې چې  د مونږ په  هیواد کې  انتخابات په ترټولو ښه انداز او ښه حالت کې ترسره شول.

 

ټیګونه