د خرمشهر او بصرې ترمینځ دسمندري کرښې په پرانیستو سره موافقه وشوه
احمد وحیدي همداراز د حسیني اربعیّن د ولولناک او پرتمین پیاده روئ دترسره کیدا لپاره د لازمو غږملتیاؤ په باب هم ووئيل، د عراق قدرمن ولس د حسینی اربعیّن او د اباعبدا... الحسین علیه السلام د زیارتوالو په موضوع کې د کوربتوب او جدي اهتمام په خاطر قدرونه او مننه کوو.
د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د خرمشهر او بصرې د سمندري کرښې د پرانیستو لپاره له خپل عراقي همڅنګ سره د نظر د تبادلې او بحث خبر ورکړ او وې وئيل، ددغې سمندري کرښې د پرانیستو دکلیاتو په سر سره موافقې ته رسیدلي یوو.
زمونږ خبریال راپور ارکړ، د ایران د کورنیو چارو وزیر سردار احمد وحیدي پرون د شلمچې پولې له لیدو وروسته او د خرمشهر –بصرې د سمندري کرښې د پرانیستو په باب د عراق د کورنیو چارو وزیر په شتون پسې ووئيل، ددغې سمندري لارې د پرانیستو د جزیاتو په باب به په اجرائي غونډو کې بحث وشي.
احمد وحیدي همداراز د حسیني اربعیّن د ولولناک او پرتمین پیاده روئ دترسره کیدا لپاره د لازمو غږملتیاؤ په باب هم ووئيل، د عراق قدرمن ولس د حسینی اربعیّن او د اباعبدا... الحسین علیه السلام د زیارتوالو په موضوع کې د کوربتوب او جدي اهتمام په خاطر قدرونه او مننه کوو.
همداراز د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري هم په دغې کتنې کې عراق ته د څه دپاسه پنځه میلیون نړیوالو زیارتوالو اټکل کیدا ته په اشارې سره ووئيل، له ایراني لوری سره به د کربلامعلی ته د زیارتوالو د واریدیدا ا و رسیدا د آسانتیاؤ لپاره ټولې هلې ځلې ترسره شي.