ایران له ځاي پوهې سره څرنګه له سایبری نړیوالوترینګلتیاؤخوندي پاتیکیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150534-ایران_له_ځاي_پوهې_سره_څرنګه_له_سایبری_نړیوالوترینګلتیاؤخوندي_پاتیکیږي
پارس ټوډې – په نړۍ کې پراخ سایبري خنډونو، د مختلفو هیوادونو په هودائي ډګرونو،روغتونونو او  بانکونو کې ډير مشکلات رامینځةکړي دي،ابته ددرستې دنیا په اپوټه، دغه خار پار  د ایران د چینل پر کړچار هیڅ اغیزې نه دي شیندلي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 21, 2024 09:11 Asia/Kabul
  • ایران له ځاي پوهې سره څرنګه له سایبری نړیوالوترینګلتیاؤخوندي پاتیکیږي

پارس ټوډې – په نړۍ کې پراخ سایبري خنډونو، د مختلفو هیوادونو په هودائي ډګرونو،روغتونونو او  بانکونو کې ډير مشکلات رامینځةکړي دي،ابته ددرستې دنیا په اپوټه، دغه خار پار  د ایران د چینل پر کړچار هیڅ اغیزې نه دي شیندلي.

د جولائی د نولسمې نیټې  د سهار وختي له لومړنیو ساعتونو څخه ، ددنیا په هیوادونو کې ډیری هوائي ډګرونه،هوائي کرښې، رسندوئې،ونډو بازارونه او بانکونه له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.ددغې غوڅیدا  ددلیل په توګه  د مایکرو سافټ ادارو ځیني  خار پار او  نیمګړتیاوې یاد شوي دي.

پارس ټوډې راپور ورکړی، سیریوم شرکت چې د نړۍ هوائي الوتونه ارزوي ، وئيلي دي، د جولائی په نولسمه نیټّ (جمعې ورځې)په درستې نړۍ کې  کابو یولس زره تجارتي الوتونه پلان شوي وو چې له هغو کابو دوه زره  دوه سوه لغوه شوي دي.

په همدې زمینې کې،د پخواني ټوئيټر(ایکس)  ټولنیز چینل  او تسلا شرکت خاوند ؛ایلان ماسک؛، دنړۍ په کمپویټري سسټمونو کې  ګډودئ، تراوسه پورې د اطلاعاتو ترټولو لوي ټيکنالوجیکي ناکامي بللې ده.

 د ایلان ماسک نظر؛د نړۍ د کمپیوټری سسټمونو په باب      

 

د ایکس ټولنیز چینل یو  کارؤنکيPasha X Max   هم په نړۍ کې د ټيکنالوجیکي سسټمونود اطلاعاتوپه ګډوډيدا باندې په نیوکو سره لیکلي دي،؛د مایرکو سافټ  غوڅيدا، دنړیوال خار پار سبب کیږي، الوتونه دریدلي دي ، ټيلیویژنی چینلونه  او بانکي سسټمونه اغیزمنش وي دي. وینډوز لرونکي پرسنل کمپیوټرې خاموشیږي. د ټيکنالوجیکي سسټمونو د اطلاعاتو دغه ګډوډئ ښئ چې مونږ  له پیاوړو بیخ بینائي تاسیساتو او لا بیړنیو پروګرامونو  ته اړتیا لرو:  

په نړۍ کې  د ټينکلوجیکي سسټمونو په ګډوډیدونکي وضعیّت د ایکس د یوه کارؤنکي نیوکې 

 

البته  ایران له دغو ترینګلتیاؤ  خوندي پاتې شو

د سایبري نړیوال ګډوډي پسې  د ایران د اسلامی جمهوریت د انټرنیټي فضا ملي مرکز په یوې خبرتیا کې ووئيل،د نړۍ دډيری هیوادونو په الیکټرانیکس سسټمونو کې له پراخو ګډوډیو سره سره، تر اوسه پورې  د ایران   خلکو ته دخدماتو په وړاندې کولو کې هیڅ ډول خار پار یا کوم تاوان  نه دی راپور شوی .

ځکه ایران له کلونو راهسې د بندیزونو په دلیل ددغو خدمتونو له ترلاسه کولو  منع کړئ شوی او له هماغو کلونو څخه د ایران د غوره متخصصانو او ځوانانو د عمل په نوښت سره ئې په ځاي  ځاي سسټمونه پلان او عملیاتي شوي دي.

د ایران د اطلاعاتو د ټيکنالوجیکي او ارتباطاتو د چارو مرستیال وزیر امیر محمد زاده لاجوردي  هم په دې باب ووئيل؛ نړیوال کمپیوټري  ګډوډی او د مایکرو سافټ سسټةونو د تخنیکي مشکل له امله ترینګلتیاؤ پر ایران هیڅ اغیزې نه دي شیندلي  او تراوسه پورې  د اطلاعاتو په ټيکنالوجیکي سروسونو کې  هیڅ ډول خنډ نه دی رامینځةشوی.

په همدې زمینې کې، د ایران د امام خمیني هوائي ډګر د چارو  عمومی مدیر سعید چلندري هم ووئیل، د تهران د امام خمینی نړیوال هوائي ډګر، دایراني پوه بنسټه شرکتونو  له نرم آوزارو څخه د استفادې په دلیل،د مایکرو سافټ د مشکلاتو په دلیل دنړۍ په هوائي ډګرونو کې  له رامینځةشوي  خار پار او ګډوډیو څخه خوندي پاتې شو.

چلندري زیاته کړه ،د تهران دامام خمیني نړیوال هوائي ډګر نرم آوزاري سسټمونوڅخه مخکې د یوه فرانسوي شرکت له لارې ملاتړ کید چې باید وار د واره دغه شرکت لاس په کار کیدلئ. په دې لړ کې پلانونه وشوه څو د یوه د اخلی پوه بنسټه شرکت د یوې ډلې په وسیله  ایرانی سسټم  برابرشي چې یو نیم کال مخکې د ایران د لارې د جوړونې د چارو د وزیر په شتون سره ئې مخ کتنه وشوه او  چارې ئې پیل کړې،  له هغه مهاله د هوائي ډګر سسټمونه  په دغه داخلی نرم آوزار سره کار کوي او هیح مشکل  هم نه لري.

چلندري  د ایران دن ورو هوائي   ډګرونو په باب هم ووئيل؛ بهرني اتیافیصدي الوتونه  د تهران له  امام خمینی نړیوال هوائي ډګره ترسره کیږي او د مشهد، شیراز هوائي ډګرونه  هم ځیني  بهرني الوتونه لري  او  ملاتړ ئې کیږي چې هیڅ مشکل هم نه لري.

 په دې باب د ایکس ټولنیز چینل یو کارؤنکی پارسا  هم  دسایبری نړیوالو ګډوډیو څخه  دخوندی پاتیکیدا په دلیل د ایرانیو نرم آوزارونو  دکړچار په ستاینې سره  لیکلي دي ؛ ایراني نرم آوزار، د امام خمیني  هوائي ډګر له نړیوال خار پار او ګډوډیو خوندي وساتۀ

(ژباړونکی ؛سیماب)