ایران په نړۍ کې د اوسپنې له نهو سترو تولیدونکو څخه دی
(last modified Tue, 30 Jul 2024 08:04:56 GMT )
Jul 30, 2024 12:34 Asia/Kabul
  • ایران په نړۍ کې د اوسپنې له نهو سترو تولیدونکو څخه دی

پارس ټوډی-  د فولادو نړیوالې ټولنې په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ: ایران لا هم د اوسپنې په تولید کښې د نړۍ په نهو سترو هیوادونو کښې شامل دی.

د اومو فولادو د نړیوال تولید د اندازې په هکله د اوسپنې د نړیوالې اتحادیې راپور د 2024 په جون کې خپور شو. د پارس ټوډی د خبر له مخې، د فولادو د نړیوال انجمن په رپورټ کښې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کښې د ایران د خامې اوسپنې ۶ میاشتنې تولید، د تیر میلادي کال د ورته مودې په پرتله په ۵.۹ فیصده زیاتوالي سره ۱۶ میلیون او ۶۰۰ زره ټنو ته ورسید او په دې اندازه تولید سره ایران لاهم د نړۍ د اوسپنې د تولید په ۹ غوره هیوادونو کښې شامل دی.

د اوسپنې د نړیوالې ټولنې د وروستي رپورټ له مخې، چین، هند او جاپان لاهم په نړۍ کښې د خام اوسپنې د تولید درې غوره او مخکښې هیوادونه دي. چین د سږ کال په جون کښې ۹۱ میلیون او ۶۰۰ زره ټنه اومه فولاد تولید کړل چې د تیر کال د هم دغې میاشتې په پرتله یې ۰.۲ فیصده زیاتوالی درلود.

د فولادو نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د اومې اوسپنې د نړیوال تولید په اړه یادونه وکړه: د دغه ستراتیژیک محصول نړیوال تولید په دې میاشت کې ۱۶۱ میلیونه ۴۰۰ زره ټنو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳ کال د همدې میاشتې په پرتله ۰.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه احصایې چې د فولادو د ۷۱ تولیدونکو هېوادونو له خوا دغې اتحادیې ته د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ ترتیب شوې، ښيي چې د روان کال د جون تر پایه په ۶ میاشتو کې که څه هم د هند، ترکیې، ایران، جرمني او برازیل  په پنځو هېوادونو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی خو د نړۍ د نورو سترو فولاد جوړونکو لپاره د شپږو میاشتو د تولید وده منفي وه.

د دغه رپورټ د معلوماتو له مخې، په ترکیې، هند، ایران، جرمني او برازیل کښې د سږ کال د اولو شپږو میاشتو تولید د تیر کال په نسبت په ترتیب سره ۱۶.۹، ۷.۴، ۵.۹، ۴.۵ و ۲.۴ فیصده وده لرلې او په نورو پنځو هیوادونو یعنې جنوبي کوریا، روسیې، جاپان، امریکې او چین کښې یې په ترتیب سره کابو ۶.۴، ۳.۰، ۲.۶، ۲.۴ او ۱.۱ فیصده کموالی کړی دی.