د امریکا انتخابات د دوی داخلی مسئله ده پخپله ئې سنبال کړئ
پارس ټو ډې –په ملګروملتو کې د ایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍد د سایبری حملو له لارې دامریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تهران دلاسوهنې په باب د ؛مایکرو سافټ ؛ شرکت د راپور په ردولو سره ووئيلو دامریکا انتخابات ، ددغه هیواد یوه داخلی مسئله ده.
؛مایکروسافټ ؛ امریکائي شرکت په همدار وروستیو کې په یوه راپور کې مدعی شوی، د ایران اسلامی جمهوریت د جعلی ویب سایټونو او دخپلو هیکرانو پشمول دامریکا د سیاسی ټولنې د قطبي کولو دپیاوړتای او د ددغه هیواد د راتلونکي نومبر میاشت د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسهونې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.
پارس ټوډې راپور ورکړ،په ملګرو ملتو کې د ایران نمایندګۍ په یوې خبرتیا کې د ؛مایکروسافټ ؛ شرکت د ادعا په ردولو سره وئيلي دي؛ایران د هیواد د مختلفو صنائعو او عمومی خدماتو د مرکزونو ،بیخ بینائي تاسیساتو په ضد د مختلفو سایبری یرغلګرو عملیاتو قربانی دی او د ایران سایبری قدرت له هغو ګواښونو سره تناسب کې دی چې ورسره مخ کیږي.
په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ په دغې خبرتیا کې ټينګار کړی دی، ایران د سایبري یرغلونو لپاره هیڅ موخه او پروګرام نه لري، ځکه دامریکا انتخاباتو موضوع ددغه هیواد داخلی مسئله ده او ایران پکې هیڅ دخالت نه لري او دوي دې پخپله خپل ګند سنبال کړي.
له دې مخکې هم،په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت نمایندګۍد ۲۰۲۴کال د انتخاباتو لباره د جمهوری غواړي ګوند د کاندید ډونالډټرةپ پر انتخاباتي کمپاینونو دمنفی اغیزشیندنې او دامریکا د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د هڅې په باب وئيلي وو؛ددغو تورونو زیاتره برخه،د انتخاباتي کمپاینونوته کاذبې برخې د خوځښتو ورکولو لپاره نفسیاتو په چوکاټ کې دي.
د وئيلو ده د امریکاد ۴۶ ولسمشر په توګه ۸۱ کلن ویدۀډوله جوبایډن چې له ډونالډټرةپ سره ئې پخپلې وروستۍ مناظرې کې رسوائي په برخه شوه، په نهایت کې ئې د ۲۰۲۴کال د جولائي په ۲۱ نیټه دخپل ګوند د مشرانو په دباؤ سره ددغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو له سیالیو څنګةشو او د ډيموکراټيک ګون کاملا هریس د هغه جانشینه شوه.
امریکایان د ۲۰۲۴کال د نومبر په ۵ نیټه دامریکا د ورپسې ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي. ددغه انتخاباتو ګټونکی به د ۲۰۲۵کال له جنورۍ څخه د خپلې ولسمشرۍ څلور کلن پړاؤ پیل کړي.