د ایران له ناڅاپه برید څخه د صهیونیسټانو وژونکی انتظار:-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151626
هر څومره چې په تهران کښې د صهیونیسټ رژیم ترهګر اقدام ته د ایران د ځواب د ورکولو وخت اوږدیږي د ناڅاپۍ اړخونه او د صهیونیسټ نیواکګرانو مادي، روحي او رواني اغیزونه زیاتیږي.
(last modified 2024-08-22T12:44:23+00:00 )
Aug 22, 2024 13:41 Asia/Kabul
  • د ایران له ناڅاپه برید څخه د صهیونیسټانو وژونکی انتظار:-

هر څومره چې په تهران کښې د صهیونیسټ رژیم ترهګر اقدام ته د ایران د ځواب د ورکولو وخت اوږدیږي د ناڅاپۍ اړخونه او د صهیونیسټ نیواکګرانو مادي، روحي او رواني اغیزونه زیاتیږي.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د حماس غورځنګ  د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له ټرور وروسته د اسرائیلو رژيم ته د ایران د  ځواب د وخت په هکله وویل احتمالا د ایران برید به په داسې وخت ، شرایطو او په دې ډول وي چې دغه رژیم یې تر ټولو کم احتمال ورکوي.

په تهران کښې د شهید اسماعیل هنیه وروستي ټرور ته د ایران له ختمي ځواب او د  حزب الله د یوه قومندان شهید فواد شکر ټرور ته د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له غبرګون څخه د صهیونیسټ رژیم رواني ګډوډتیا او اضطراب ورځ تر بلې زیاتیږي.

د اسماعیل هنیه او د فواد شکر له شهادت وروسته د مقاومت د چورلیز لوړرتبه چارواکو وویل له صهیونیسټ رژیم څخه به د دغو شهیدانو د وینې بدل واخلو.

د صهیونیسټ رژيم راډیو اعتراف کړی چې د شهید اسماعیل هنیه له ټرور څخه وروسته صهیونسیټان په  ویره او ډار کښې دي او هغوې هره شیبه د ټرور دغو عملیاتو ته د ایران د ځواب د ورکولو په انتظار دي.

د صهیونیسټ رژیم راډیو په واټونو کښې د خلکو نشتون او هغو اندیښنو ته په پام سره چې د ټولو صهیونیسټانو په مخونو کښې ښکاره دي دغه حالت یې د کورونا ویروس د وخت شرایطو ته ورته بللی دی.

صهیونیسټي رسنۍ دغه راز د پلورنځایونو او د سرحدي لارو د حرکت د بندیدا او د الوتکو د ډیرو الوتونو د لغو کیدا او د  مسافرانو د لالهانده کیده خبره کوي.

د صهیونیسټ رژیم جاسوسۍ ادارې هم هڅه کوي چې د خپلو متحدانو په مرستې سره د حملې د ډول ډول والي، هدف او د وخت په هکله معلومات لاس ته راوړي.

په تهران او بیروت کښې د ټرور وروستیو عملیاتو ته د ایران د اسلامي جمهوریت ، د لبنان د حزب الله غورځنګ  او د مقاومت د چورلیز د ځواب په سیوري کښې د صهیونیسټ رژيم اقتصادي، پوځي ، امنیتي ،سایبري او ا ستخباراتي کمزورتیا صهونیسټان سخت اندیښمن کړي دي.

صهیونیسټ رژیم د پوځي ، امنیتي ، استخباراتي او د سایبري چیلنجونو په څنګ کښې د جنګ او په عربو سمندر، هند اوقیانوسیې او سره سمندر کښې د یمن د وسله والو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په نتیجه کښې له اقتصادي مشکلاتو هم کړیږي او د صهیونیسټ رژيم کړکیچ ځپلی اقتصاد د غزې جنګ ته په پام سره د ګډوډۍ نوي پړاو ته ورننوتلی دی.

نن سبا د غزې جنګ او نوي سمندري معادلې ته په پام سره چې یمن د صهیونیسټ رژيم پرضد انځوره کړي ده تر هغه وخته چې د غزې تړانګې کلابندۍ ختمه نشي او دغه سیمې ته خواړه ، درمل او نور ضروري شیان ونه رسیږي هیڅ کشتۍ چې نیواکي ټاټوبو ته ځي یا ترې راځي د ورتلو او له باب المندب اوبلارې د تیریدا اجازه نلري.

له دې مخکې ځینو رسنیو داسې تصور کاوه که چیرې د بندیانو د تبادلې او د اوربند د ټینګیدا په هکله د قطر خبرې نتیجې ته ورسیږي امکان شته چې اسرائیلو ته د ایران په ځواب باندې اغیز وشیندي خو نښې نښانې د دې ښودنه کوي چې د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو هماغه راز د خپلو شخصي ګټو لپاره د خبرو اترو له ماتي سره په مخامخ کولو ټینګار لري او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت خارجه وزیر انتوني بلینکن هڅو هم کومه نتیجه ده لرلي.

په غزې تړانګه کښې له اوربند سره د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو مخالفت د صهیونیسټ رژیم له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خوشي کیدا په بدل کښې د صهیونیسټ بندیانو د خوشي کیدا لپاره موافقې ته د رسیدا امکان له مینځه وړی دی او یوشمیر صهیونیسټ بندیانو د د اسرائیلو رژیم لخوا د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د وحشیانه بمباریو له کبله وژل شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم دولسم ټیلي ويژن د یوې  خبرې سرچینې په قول چې د خبرو په  هکله اطلاع لري وویل لومړی وزیر نتانیاهو لومړیتوب له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټ بندیانو د ستنولو پرځاې جنګ ته دوام  ورکوي.

خو د اسرائیلو د جنګ وزیر ګالانټ په دې خبرې سره چې اسرائیل په سټراټيژیکې دوه لارې کښې ولاړ دی په کابینې کښې د اوربند د خبرو اترو په موضوع باندې د بشپړه غور کولو غوښتنه وکړه ځکه چې د هغه په وینا له حماس غورځنګ سره موافقې پرته د جنګ د زیاتیدا او د یوه سیمه ئیز جنګ په لور د تلو احتمال زیاتیږي.

د صهیونیسټ رژیم پوځ چې د خپلو بندیانو د خوشي کولو په پلمه یې تیر میلادي کال  په غزې تړانګې ځمکنی برید وکړ له څو میاشتې جنګونو وروسته حتی ونه توانید خپل یو بندي ژوندی او د بندیانو د تبادلې له موافقې بهر ازاد کړي او تر دې چې څو صهیونیسټ بندیان هم د اسرائیلو رژیم په حملو کښې وژل شوي او دغو پیښو د نتانیاهو د کابینې پرضد د غصې څپه راپورته کړي ده.

په داسې حال کښې چې د اسرائیلو کابینه د صهیونیسټ بندیانو د خوشي کولو لپاره له حماس غورځنګ سره د موافقې غوښتنه کوي لومړی وزیر نتانیاهو چې د جنګ له ختمیدا وروسته د فساد په تور په محاکمه کیدا ډاډمن دی په دې لاره کښې د هرډول موافقې د ترلاسه کیدا مخه نیسي.

دا په دې معنا ده چې د خبرو اترو د ماتي مسوولیت او د هغې پایلې چې کولای شي د مقاومت د چورلیز د ترکیبي ځواب لپاره مساعد شرایط برابر کړي نتانیاهو او د اسرائیلو رژیم ته متوجې وي او دغه موضوع به د اسرائیلو د دفاع لپاره د دغه رژیم متحدان یعني امریکا او انګلستان په لا سختو شرایطو کښې ورولي ځکه چې د غزې د جنګ پرضد د اعتراضونو نوي څپه په امریکا کښې د پوهنتونو په پرانیستل کیدا سره د بڼه د خپلیدا او د زیاتیدا په حال کښې ده.