لبنان کښې یو ایراني ډاکټر شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153518-لبنان_کښې_یو_ایراني_ډاکټر_شهید_شو
لبنان کښې دیره یو ایرانی ډاکټر د صهیونیسټي رژيم په لاس شهید شو
(last modified 2024-10-23T23:27:48+00:00 )
Oct 24, 2024 03:52 Asia/Kabul
  • لبنان کښې یو ایراني ډاکټر شهید شو

لبنان کښې دیره یو ایرانی ډاکټر د صهیونیسټي رژيم په لاس شهید شو

لبنان کښې دیره یو ایرانی ډاکټر د صهیونیسټي رژيم په لاس شهید شو

ډاکټر علي حیدري چې څه موده مخکښې اړمنو کسانو ته د درملیزو او طبي خدماتو په موخه د خپلې انساني او دیني دندې د احساس له مخې بیروت ته تلی و، په ګاډي یې د صهیونیسټي رژیم د ډرون حملې له امله شهید شو.

د هغه له شهادت وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په صادرولو او د دغه جنګي جنایت په غندلو سره وویل: د صهیونیسټي رژيم دا کار، په روغتونونو، درملیزو مرکزونو او ډاکټرانو او طبي عملې باندې د حملې په بندیز کښې د جنیوا ۱۹۴۹ کال د کنونشنونو څرګنده خلاف ورزي ده.