ایران باندې د اسرائیلو د حملې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د مختلفو هیوادونو نظرونه
په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم له تیري وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه په داسې حال کښې جوړه شوه چې امریکا او د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو پلوي ملاتړي یې د نورو هیوادونو له سختې نیوکې سره مخامخ شول.
د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د صهیونیسټي رژيم د تیري په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه پرون مازیګر د ایران په غوښتنه او د دغې شورا د دریو غړو هیوادونو په ملاتړ ترسره شوه.
په دغې غونډې کښې د ملګرو ملتو لپاره د ایران دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري په هکله زیاته کړه: د ایران خلاف د اسرئیلو د رژيم تیری د هغه بې حده خوندیتوب او تیري د لاپراخ او دوامداره لړۍ یوه برخه ده چې د اسرائیلو رژيم ورته د سیمې د بې ثباته کولو لپاره دوام ورکوي.
د امنیت شورا په غونډه کښې د الجزایر استازي هم وویل چې د اسرائیلو بریدونه د نړیوالې صلحې خلاف ورزي ده.
چین هم د اسرائیلو د رژیم کړنې اندیښمنونکې وبللې او د هر هغه یرغلیز اقدام مخالفت یې وکړ چې د سیمې صلحه او امنیت ګواښي.
خو د امریکې استازې «لینډا توماس ګرینفیلد» یوځل بیا له صهیونیسټي رژيمه د ملاتړ په اعلانولو سره وویل: اسرائيل د ایران له هستوګنو سیمو بهر هوايي حملې کړې دي او امریکې په دغه پ،ځي اقدام کښې برخه نه ده اخیستې بلکې دغه رژيم یې وهڅوه چې دغه عملیات په هفدمن ډول او د نورو بریدونو او د شخړې د خطر د زیاتیدو د مخنیوي لپاره ترسره کړي.
له بلې خوا په ملګرو ملتو کښې د روسیې سفر او دائمي استازي په دغې غونډې کښې وویل: امنیت شورا دې په جنګ کښې د سیمې د ښکیلیدو مخه ونیسي.
خو د انګلستان استازې «باربرا ووډ ورډ» د امریکې په غږملتیا او د اسرئیلو له رژیمه په ملاتړ کښې، د دغه نسل وژونکي رژیم جنګ غوښتنې او ترهګرو اقداماتو ته له اشارې پرته وویل: ایران دې د اسرائیلو د بریدونو ځواب ور نه کړي.