د مسکو په نړیوال نندارتون کې له ایراني هنر څخه پراخ هرکلی
(last modified Tue, 29 Oct 2024 09:49:24 GMT )
Oct 29, 2024 14:19 Asia/Kabul
  • د مسکو په نړیوال نندارتون کې له ایراني هنر څخه پراخ هرکلی

پارس ټوډې – د معاصر هنر نړیوال نندارتون په مسکو کې د ۵۰ ایراني هنرمندانو د آثارو په نندارې سره په داسې حال کې ترسره شو، چې د تنظیم کوونکو په وینا، د روسیې بازار ته د ایراني هنرمندانو د ننوتلو په لور یو ګام بلل کېدای شي.

په دغه درې ورځني نندارتون کې چې د یکشنبې تر ماښامه پورې په مسکو کې تر سره شو، د هنر مینوالو د ایران د معاصرو هنرونو د زده کړې فرصت پیدا کړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،  د کاسموسکو(Cosmoscow) د معاصر هنر په نړيوال نندارتون کې، د ايراني هنرمندانو آثارو ته يوه جلا برخه ځانګړې شوې وه، چې پکې ۵۹ نقاشي او ۹ هنري آثار په پنځو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو؛ هغه آثار چې روسیې ته د څلورو ایراني ګالریانو لخوا راوړل شول.

په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت کلتوري سلاکار مسعود احمدوند په دغه نندارتون کې د ایراني آثارو پراخ هرکلي ته په اشارې سره وویل: ایراني هنرمندانو په خپلو آثارو کې د بډایه تاریخ په لرلو سره، ملي او نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی.  

د ایران د هنرونو دغه نندارتون، په مسکو کې د ایران د سفارت د کلتوري سلاکار په همکارۍ او د روسیې د کلتوري شرکت په ملاتړ سره چې د روسیې او ایران ترمنځ د کلتوري ډیالوګ د رامنځته کولو په زمینه کې فعالیت لري، جوړ شو.

د دغه شرکت اجرایي رئیس په دې باور دی چې ایران او روسیه د اړیکو د پراختیا، څېړنې او د پوهې د پراختیا، د متقابلو ګټو او د دوستۍ، خبرو اترو او همکارۍ په ګډون ډېر مشترکات لري.

کلیدي کلمې: د روسیې د معاصرو هنرونو نړیوال نندارتون، ایران او روسیه، د د ایراني هنرمندانو آثار، ایراني نقاشي