د حزب الله د نوي عمومي منشي انتخاب، د مقاومت د جبهې د اقتدار یوه نښه ده
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز ټینګار وکړ چې د لبنان د حزب الله د عمومي منشي په توګه د شیخ نعیم قاسم غوره کیدل، له کړکبچه د تیریدو لپاره د مقاومت د جبهې د اقتدار یوه ځلانده نښه ده.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز ټینګار وکړ چې د لبنان د حزب الله د عمومي منشي په توګه د شیخ نعیم قاسم غوره کیدل، له کړکبچه د تیریدو لپاره د مقاومت د جبهې د اقتدار یوه ځلانده نښه ده.
سحاب د مهر خبري آژانس له قوله خبر ورکړی چې جنرال محمد باقري په یو پيغام کښې، د لبنان د حزب الله د عمومي منشي په توګه د شیخ نعیم قاسم د انتخاب په مبارکۍ سره څرګنده کړه: اسلامي امت او د قدس شریف د آزادۍ د لارې مؤمن مجاهدان ډاډ لري چې د مقاومت د سید شهید صالح او باتور جانشین به اتل او سرلوړی حزب الله، په قدرت او هوښیارۍ سره لارښوونه کړي او همداشان به د مقاومت د سترې جبهې په تیره بیا د ګران لبنان د سترتوب او ویاړ سبب شي.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال «محمدرضا عارف» هم د حزب الله نومي عمومي منشي ته په خطاب کښې وویل: بیشکه چې د مقاومت مقام به، د ستر شهید سید حسن نصر الله د لارې په دوام سره لالوړ کړي.