د لړم ۱۳ د نړیوال استکبار په ضد دچغو انګازې
سحاب – د لړم د میاشتې دیارلسمه، د نومبر دریمه نیټه په ۱۹۷۸کال کې په تهران پوهنتون کې د تهراني محصیلینو،زده کونکو باندې دپهلوي رژيم دمامورانو دړندو ډزو شپږڅلویښتمې کلیزې په مناسبت په درست ایران کې د استعمار او استکبار په ضد دکرکې اونفرت چغو انګازې پورته کړي دي.
سحاب چینل د ایسنا خبری آژانس له قوله راپور ورکړی دی، د ایران داسلامی انقلا ب له بریالیتوبه درې میاشتې مخکې او له یوه پلوه د ولس د غوسې د اور د لمبو په زیاتیدا او د ملت او پاچا رژیم تر مینځ د درز په زیاتیدا او دغه راز فرانسې ته له عراقه له جلاوطنۍ دوه ورځې وروسته د اسلامی غورځنګ د رهبر حضرت امام خمیني په دعوت پسې ، د ۱۹۷۸ کال د نومبر په څلورمه نیټه د درس د کلاسونو د چټي کولو لپاره د تهران د ښونځیو د زده کونکو انګیزه دوه چنده شوه .
زده کونکي د تهران پوهنتون حدودو ته له واردیدا او دپوهنتون په انګڼ کې له اعتراض کونکو محصیلینو سره په یو ځاي کیدا پسې ئې د پهلوي رژیم په ضد سخت شعارونه پورته کړل او د شاهي ګارډ مامورانو او پوځیانو هم چې له څو ورځو مخکې څخه ئې د تهران پوهتون په حدودو کې او شاوخوا واټونو کې د محصیلینو او زده کونکو تګ راتګ تر نظر لاندې درلود، په محصلینو او زده کونکو باندې په ړندو ډزو سره ئې په لسګونو محصیلین او زده کونکو په وینو کې لیت پیت کړل.
په ژالې چوک کې د همدغه کال د ستمبر په اتمه نیټه په ستر جنایت او دغه راز د تهران پوهنتون په حدودو کې دنومبر په څلورمه نیټه د قتل عام دوو جنایتونود پهلوی حکومت څیره نوره هم تورتمه کړه او د ایران مبارز او انقلابي ولس هوډ ئې د پهلوي رژيم په ضد نوره هم زیات کړ. چې دغه ورځ د نړیوال استکبار او استعمار په ضد په یوه ستر غورځنګ بدله شوه او امام خمیني هم له فرانسې د محصیلینو او زده کونکو د دغه الهي اقدام په مناسبت زده کونکو او محصیلینو ته د مبارکۍ او تهنیّت پيغامونه راولیږل.