د امریکا د ایران ضده اقداماتو دوام/څلویښت کاله ناکامه هڅې:-
(last modified Mon, 04 Nov 2024 06:23:01 GMT )
Nov 04, 2024 10:53 Asia/Kabul
  • د امریکا د ایران ضده اقداماتو دوام/څلویښت کاله ناکامه هڅې:-

پارس ټوډې –امریکا هماغه راز د ایران پرضد د واشنګټن د یواړخیزه اقداماتو او د سیاستونو په دوام ټينګار لري او د جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاو کښې په بیلابیلو پلمو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد ترکیبي جنګ زیات شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا مخکې چې سبا ورځ کیږي په سپینې ماڼۍ کښې د خپل شتون په اخري میاشتو کښې په تیرې جمعې ورځ د ولسي جرګې کانګرس او د مشرانو جرګې سنا مشرانو ته په لیکونو کښې د ایران په ارتباط ملي بیړنی حالت تر یوه بل  کال پورې تمدید کړ.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر جیمي کارټر په تهران کښې د امریکا د سفارت له نیول کیدا لس ورځې وروسته یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څوارلسمه نیټه د دولس زره یوسل اویایم (۱۲۱۷۰)لمبر اجرايي حکم صادر کړ کوم چې د امریکا په خاوره کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د شتمنیو د کنګل کیدا غوښتنه کوي او له هغه وخت راهسې تر نن ورځې پورې د امریکا ټولو ولسمشرانو دغه حکم تمدید کړی دی.

د ایران پرضد د بیړني حالت په تمدیدولو کښې د جوبایډن اقدام د ایران په وړاندې د امریکا د حقیقي کړچار یعني د ایران له ملت سره د دښمنۍ د دوام ښودنه کوي.

په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او د اسلامي جمهوري نظام له ټینګیدا وروسته امریکا د لویدیځ بلاک د سرغنې په توګه تل هڅه کړي ده چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د سلطه ګر رول ولوبوي او امریکا د ایران په وړاندې غلیمانه کړچار غوره کړی دی او د ایران د اسلامي جمهوري نظام د نسکورولو لپاره هڅه یې خپل لومړیتوب ګرځولی دی.

دې ته په پام سره چې امریکا په روان میلادي کال کښې د ولسمشرۍ له ټول ټاکنو او د ولسي جرګې کانګرس له مینځ پړاو انتخاباتو سره ښکیل دی نو ځکه خو ډونالډ ټرامپ په ټول ټاکنو کښې د ریپبلیکن ګوند د کاندید په توګه په خپل انتخاباتي کمپاین کښې هڅه کوي د ایران پرضد تبلیغاتو او خبرو سره د ايپک (AIPAC)لابۍ په شان په امریکا کښې د صهیونیسټ ټولنو او لابیو پام ځان ته جلب کړي.

مهمه مسله دا چې د ایران په وړاندې د امریکا په سیاست کښې ښکاره دوه ګوڼوالی شته.

د ایران پرضد د امریکا یو همیشنی تور د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د تهران هڅه ده او په دې پلمه د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له پړاو راهسې د ایران پرضد بې مخینې او  سخت بایکاټونه لګول شوي دي چې اوس هم دوام لري.

ایران هر تیریګر دښمن ته د پریکنده او د پښیمانه کونکي ځواب ورکولو په هدف سره د خپل دفاعي توان د زیاتولو په ترڅ کښې نه یوازې د امریکا له ګواښونو څخه هیڅ ویره نلري بلکې په ایران باندې د امریکا د هر ډول احتمالي تیري په بڼه کښې به واشنګټن ته ډیر سخت غبرګون وښېي او په دې سربیره د ایران پرضد د بیړني حالت  تمدیدول چې جوبایډن ترسره کړی دی د امریکا له دسیسې ډکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د ایران په ارادې کښې هیڅ خلل نه رامینځته کوي.