ولې ایرانیانو د امریکا سفارت ونیوه؟
(last modified Tue, 05 Nov 2024 07:29:05 GMT )
Nov 05, 2024 11:59 Asia/Kabul
  • ولې ایرانیانو د امریکا سفارت ونیوه؟

پارس ټوډې- په تهران کښې د امریکا د سفارت د نیولو یوه تر ټولو مهمه بریا د هغو سندونو کشفول او ایشوا کیدل وو چې ښودنه یې کوله چې د سفارت په نوم دغه ځای په حقیقت کښې د ایران د حکومت د نسکورولو یو ستر مرکز و.

د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه په ایران کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د کړنلارې پیروانو په یوه معلوم هدف او په دقیقې پلانونې سره په تهران کښې د امریکا سفارت چې د جاسوسۍ په ځالې مشهور و ونیوه.

د پیښې په ورځ د ایران محصیلین  د امریکا سفارت ته په نفوذ کولو او هلته دیره د امریکا له سمندري عسکرو سره لنډې جګړې وروسته ودانۍ ته ورننوتل او د دغه سفارت د نیولو یوه تر ټولو مهمه بریا د ایران د حکومت د نسکورولو د سندونو کشفیدل او ایشوا کیدل وو.

د امریکا د سفارت د نیولو زمینې او دلایل:

۱ د ایران شړل شوي باچا ته د پناه د ورکولو په دلیل له امریکا سره ورته مقابله

د ایران د محصیلینو د امریکا د سفارت د نیولو د اقدام یو تر ټولو اصلي دلیل د امریکا لخوا د  ایران د باچا «محمد رضا شاه پهلوي» منل وو.

د ایران د باچا له تښتیدا وروسته امریکا هغه د یوه زاړه متحد په توګه ومانه او هغه ته یې پناه ورکړه.

د ایران په عمومي افکارو کښې دغه اقدام له ظلم څخه د امریکا د ملاتړ او د پهلوي نظام د احیا لپاره هڅه وګڼل شوه.

دغه کړچار د ایران په ارتباط د امریکا د نیتونو په هکله ژوره بې اعتمادۍ رامینځته کړه.

۲ د انقلاب د پرځولو لپاره د امریکا د دسیسې مخه نیول:

په تهران کښې د امریکا د سفارت د نیول کیدا په وخت لاس ته راغلي سندونو او مدرکونو وښودله چې د ځینو انقلابي کسانو شک کول صحیح وو او دغه سفارت د یوه عملیاتي مرکز په توګه د انقلاب ضد ډلو د هدایتولو او په ایران کښې د حکومت د نسکورولو د پروګرامونو د برابرولو لپاره فعالیت کاوه.

د امریکا له سفارت څخه کشف شوي سندونه د ایران د حکومت پرځونکو ډلو سره د سفارت د پراخ ارتباط ښودنه کوله.

۳ د بلوا د څرخې د رامینځته کولو مخه نیول:-

د راپورونو پراساس په تهران کښې د امریکا سفارت د بیلتون غواړو او د ترهګرو ډلو په ملاتړ کولو سره په فعال ډول هڅه کوله چې د ایران داخلي امنیت او وحدت ته ګواښ وکړي او هیواد له یوشمیر بلواو سره مخامخ کړي چې د لویدیځو هیوادونو د لاسوهنې زمینه برابره کړي.

د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټې د امریکا له کودتا څخه تاریخي ویره:-

له دغو دریو موردونو څخه چې ورتیر شو په دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال کښې د «ډاکټر محمد مصدق» د حکومت پرضد د امریکا او د انګلستان د کودتا او واک ته د محمد رضا شاه د بیرته ستنیدا ترخه خاطره اوس هم د ایران د خلکو په ذهنونو کښې ژوندۍ وه.

دغه پیښه د امریکا د لاسوهونکو سیاستونو او د ایران د خپلواکۍ د خلاف ورزۍ کولو یوه نښه ګڼل کیدله.

د ایران محصیلین او نور انقلابیان باوري وو چې امریکا په سفارت کښې د خپلو ځواکونو په ساتلو او د ورانکارو فعالیتونو په دوام سره پخواني رژيم ته د اړونده پوځي او د امنیتي فاسدو کسانو ترمینځ د یوې شبکې او چینل د رامینځته کولو هڅه کوله.

د ایران محصیلین د امریکا د سفارت د پټو څیرې کړې  شویو سندونو د ترمیمولو او د لوستلو په حال کښې وو او له دغو سندونو څخه ترلاسه شویو اطلاعاتو وښودله چې د امریکا یو هدف د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه ټرور کول وو.

په تهران کښې د امریکا د سفارت له نیول کیدا وروسته یوشمیر پيښې رامینځته شوې.

حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د امریکا د سفارت نیول دوهم انقلاب وباله او په دغه ټکي یې ټینګار وکړ چې ایران په پریکندوالي سره د نړیوال استکبار په مقابل کښې ولاړ دی.

د امریکا او د ایران ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې شوې او واشنګټن د خپل سفارت نیول کیدا ته په غبرګون کښې د ایران پرضد اقتصادي بندیزونه ولګول او د ایران مالي شتمنۍ یې کنګل کړې.

دغه راز د امریکا له سفارت څخه د لاس ته راغلیو سندونو په لوستل کیدا سره معلومه شوه چې د امریکا یو هدف د ایران د اسلامي انقلاب د مشر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه ټرور کول و.

دغه پیښه د لویدیځو هیوادونو له دباونو  او د سفارت د یرغمل شویو کسانو د ازادولو لپاره د امریکا له هڅو سره سره د ایران د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې په یوه تل پاتې ټکي بدله شوه؛  داسی ټکی چې ایران وتوانید په خپل برخلیک باندې د سترو قدرتونو سلطه له چیلنج سره مخامخ کړي او خپلواکه لاره غوره کړي.

Image Caption

 

ټیګونه