عراقچي: جرمني چارواکي باید اعتراف وکړي چې جمشید شارمهد یو تروریست و
سحاب ـ د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې جرمني چارواکي او ټولنه باید د ا حقیقت ومني چې جمشید شارمهد یو الماني ترهګر وو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د مظلومو خلکو پر ضد د تندر په نوم د ترهګرې ډلې مشر جمشید شارمهد چې له کالونو راهیسې د سلګونه بې ګناه ایرانیانو د شهادت او ټپي کېدو عامل وو، د اکتوبر په ۲۸مه د دوشنبې په ورځ د خپلو اعمالو په سزا محکوم او اعدام شو.
سحاب شبکې د ایرنا له قوله لیکلي: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي جمشید شارمهد د یوې تروریستي ډلې مشر وباله او ویې ویل: دا یو حقیقت دی چې د جرمني سیاستوال یې نه غواړي تائید کړي او له همدې امله دغه موضوع ته هیڅ اشاره نکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له آلمانۍ ورځپاڼي «شپیګل» سره په مرکه کې ویلي چې شارمهد د ایران په جنوب کې د شیراز په یوه جومات کې د چاودنې مسوول دی چې له امله یې څوارلس تنه شهیدان او ۲ سوه نور ټپیان شوي وو.
عراقچي وویل: شارمهد مخکې تر دې چې ونیول شي، په یادو پېښو په امریکا کې د تلویزیوني چینلونو سره په مرکو کې په یادې ترهګریزې کړنې په ویاړ سره اعتراف کړی وو.
د ایران د ډیپلوماټیکو خدمتونو مشر په دې خبرې سره چې د شارمهد جرم د یو ترهګر او د ۱۴ کسانو د قاتل په توګه څرګند دی، زیاته کړه چې هغه د ایراني په توګه نیول شوی او ایران ته سپارل شوی او د ایران د قوانینو له مخې په عادلانه محاکمه کې په اعدام محکوم شوی دی.
عراقچي د المان او صهیونیسټي رژيم ځانګړو اړیکو ته په اشارې سره وویل: د اسرائیلو د رژیم له خوا په غزې تړانګه کې څه د پاسه پنځوس زره کسان وژل شوي، خو د المان حکومت لخوا یو هم ندی غندل شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د المان اوسنی حکومت د بشري حقوقو له ټولو معیارونو څخه سرغړونه کړې ده زیاته کړه: برلین له یوې خوا صهیونیسټ رژیم ته د وسلو په لیږلو او د غزې او لبنان د خلکو په قتل عام کې لاس لري، له بلې خوا، هغه ترهګر چې د ۱۴ تنو د وژنې مسوول دی، په ښکاره ډول یې ملاتړ کوي.