د ایران په جنوب ختیځ کې څلور ترهګر ووژل شول
Nov 15, 2024 04:52 Asia/Kabul
سحاب – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس قرارګاه عامه اړیکو دفتر د ایران په جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د امنیتي شهیدانو د ملاتړ په عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژل کیدو او د شپږو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ.
سحاب شبکې د صدا او سیما خبري اژانس له قوله را پور ورکړی، چې د اسلامي انقلاب د ګارډ د ځمکنیو ځواکونو د قرارګاه د عامه اړیکو دفتر ویلي: د ایران د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس کمپ د امنیتي شهیدانو د عملیاتو په دوام کې چې د سیستان بلوچستان ولایت د راسک په ښار کې تیره ورځ ترسره شول، په ترڅ کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور یې ژوندي نیول شوي.
په دغو عملياتو کې د قدس د کمپ درې تنه سرتيري هم له ترهګرو سره په نښته کې شهيدان شوي دي.
ټیګونه