ایران له وینزویلا سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154518-ایران_له_وینزویلا_سره_د_اقتصادي_همکاریو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
سحاب - د ایران د دفاع او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر له وینزویلا سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-11-22T06:16:20+00:00 )
Nov 22, 2024 10:41 Asia/Kabul
  • ایران له وینزویلا سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ

سحاب - د ایران د دفاع او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر له وینزویلا سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

سحاب شبکې د صد او سیما خبري اژانس له قوله لیکلي: د ایران د دفاع او د وسله والو ځواکونو څخه د ملاتړ وزیر، برید جنرال عزیز ناصر زاده، په وینزویلا کې د مګاصیص پلورنځي څخه لیدنه وکړه.

هغه د دغه لیدنې پر مهال د ایران او وینزویلا ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتیا په موخه د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ترجیحي تعرفو د پلی کولو خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه: د دغه سفر یوه مهمه موضوع د ترجیحي تعرفو په اړه د موافقې خبرې اترې وې، چې د دواړو لورو په همکارۍ به اجرا کیږي.

د هغه په وینا،  دا تړون په پرچون او عمده پلور برخه کې د پلورنځي فعالیتونو په پراختیا کې اغیزمن ثابتیدلی شي.

د ایران د دفاع وزیر زیاته کړه: په مګاصیص پلورنځي کې وړاندې شوي ټول محصولات ایراني دي او مونږ په دې لټه کې یو، چې دغه پلورنځي ته وده ورکړو او د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ توازن لا پیاوړی کړو.

بريد جنرال امير ناصر زاده وويل: د ايران او ونزویلا ترمېنځ د مالونو د ټرانسپورټ د دوام د تامينولو لپاره د بحرېن د ادارې د مشر په همکارۍ تفصيلي پلانونه جوړ شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د لاتینې امریکا د پرمختللو هېوادونو اړیکې تل د پراختیا په حال کې دي او دغه اړیکې په سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، صنعتي، انرژۍ او نورو برخو کې پراخه شوي دي.