مشهد د ECO د ۲۸مې سرمشریزې کوربه دی
تهران راډیو ـ د ایکو د غړو هېوادونو اته ویشتمه غونډه، د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزارتونو د کارپوهانو په ګډون د ایران په مشهد ښار کې نن پیل شوه.
ټاکل شوې سبا سې شنبه د یاد سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو غونډه ترسره شي.
د اقتصادي همکارۍ سازمان یو له پخوانیو سیمه ایزو سازمانونو څخه دی، چې په 1985 کې د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
مګر دغه سازمان د بېلا بېلو لاملونو له امله، چې د هر غړي هېواد په جګړه او شخړو کې ښکیل وو، ونشوه کړای چې خپل رول په ښه ډول چې لازم وو، را څرګند کړي.
له همدې امله د مشهد په غونډه کې چې د اکو سازمان عمومي منشي هم حضور لري، د اجماع او د مناسبو حل لارو په تصویبولو سره به د دغه سازمان د فعالیتونو د نوي فصل لپاره شرایط برابر شي.
د ايکو سازمان چې په لومړي ځل د ايران، پاکستان او ترکيې په ګډون د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاريو د پياوړتيا په موخه جوړ شوی وو.
دغه سازمان له ١٩٩٢ کال راهيسې د افغانستان، اذربايجان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان په ګډون اووه نوي هېوادونه ومنله چې په دې سره یې د غړو شمېر لس هېوادونو ته لوړ شو.
په هرصورت، د ECO سازمان د خپلو غړو د ظرفیتونو سره سم د ځواکمن سیمه ایز سازمان په توګه عمل نه دی کړی.
د ایکو سازمان لا هم، همغږي او عملیاتي جوړښتونه، لکه مالي، بانکداري، بیمه، د سوداګرو او خصوصي سکتور همکارۍ لپاره د حکومت ملاتړ او نورې مهم فعالیتونه نلري.
واضحه ده چې د نورو سیمه ایزو همکاریو درې نورو سازمانونو په پرتله، د ایکو وروسته پاتې والې درجه خورا څرګنده ده.
د ایکو غړي هېوادونه په ځانګړې توګه د دغه سازمان درې بنسټ اېښودونکی هېواودنه ایران، پاکستان او ترکیه د یو امتیازي ستراتیژیک او جغرافيايي موقعیت څخه برخمن دي، چې د اروپا، برصغیر، د هند سمندر او د فارس خلیج لپاره د پل په توګه ګڼل کیږي.
دغه راز د منځنۍ اسیا او قفقاز په اقتصادي او ټرانزیټي چارو کې هم مهم رول لوبولی شي.
د ټرانسپورټ لارې چې د توکو د خوندي، ارزانه او سمدستي لیږد امکان برابروي، د نړۍ سوداګرۍ لپاره خورا ګټور دي او د ایکو غړي هېوادونه کولی شي دا ډول رول ولوبوي.
په همدې حال کې د ايکو هر غړي هېوادونه د خپلمنځي اړيکو د پراختيا لپاره بېلابېل ظرفيتونه لري، چې په ډېر يووالي او له دغو ظرفيتونو لکه انرژۍ، صنايعو، علمي او کلتوري پوهې په استفادې سره د ايکو سازمان په يو مهم فعال نړیوال سازمان بدلیدای شي.
بې له شکه، د ایکو اقتصادي سازمان کولی شي د سیمه ایز ملاتړ په توګه د خپلو غړو نړیوال دریځ ښه کړي.
د اکو د غړو تر منځ د ډیرو کلتوري، مذهبي او حتی تاریخي او تمدني مشترکاتو په پام کې نیولو سره، دا وړاندوینه کیږي، چې دا سازمان به ډیر ژر خپل سیمه ایز او نړیوال حیثیت بیرته ترلاسه کړي.
په دې لړ کې په مشهد کې د اکو اقتصادي سازمان کارپوهانو او د بهرنیو چارو وزیرانو به د غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړي، چې دغه سازمان به د همکارۍ نوی فصل پیل کړي.