د ایران او سربیا ترمنځ د ساینسي او طبي همکاریو پیاوړتیا
تهران راډیو - د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر او په تهران کې د سربیا سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا او د روغتیايي سیاحت پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر محمد رضا ظفرقندي په تهران کې د سربیا له سفیر دمیر کواچویچ سره په لیدنه کې په دوه اړخیزو او نړیوالو فورمونو کې د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې د ورورګلوۍ او همغږۍ وړ وبللې.
ظریف قندي د حجراتو د درملنې او د اعضاؤ د انتقال په برخو کښې د ایران د پام وړ لاسته راوړنو ته په اشارې سره، دغه ډول لیدنې د ایران او صربستان ترمینځ په بېلاب ېأو برخو په ځآنګړي ډول د همکارۍ د پراختیا په برخه کې مهمې او د غوره فرصت په توګه وبللې.
نوموړي دغه راز په طبي علومو برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا زیاتې پياوړتیا ټینګار وکړ.
په تهران کې د سربیا سفیر دمیر کواچویچ هم ایران د یو لرغونی او پرمختللي تمدن لرونکي هېواد په توګه یاد کړ او د روغتیا او طب په برخه کې یې د دغه هېواد لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.
په ایران کې د سربیا سفیر د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې دوستانه او غوره وبللې، دغه راز یې په بېلا بېلو سیاسي حالاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده خبرو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پراختیا موخه د ایران او صربستان ترمینځ د همکارۍ پیاوړتیا ده، په ځانګړي ډول د روغتیا او طبي زده کړو په برخ کې به دغه کچه لا وده وکړي.
کواچویچ د ایران د طبیعِ پرمختګونو په تېره بیا د سټېم سیلونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو ته په اشاري سره وویل: دغه لاسته راوړنې د صربستان لپاره ډېرې اغېزمنې دي او خوښ دي چې په دغه برخه کې د ایران سره د ګډې همکارۍ لپاره یو ښه فرصت برابروي.
په ایران کې د سربیا سفیر تاکید وکړ: صربستان د روغتیا په برخه کې له ایران سره د خپلو اړیکو پراخولو ته پوره چمتو دی.