کویت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
د کویت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په مختلفو په تیره بیا اقتصادي او تجارتي برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د کویت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په مختلفو په تیره بیا اقتصادي او تجارتي برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د ایران او کویت د دوستانه اړیکو په چوکاټ کښې د دواړو هیوادونو د ګډ کنسولي کمیشن شپږمه غونډه په تهران کښې د ایران په خارجه وزارت کښې ترسره شوه.
د ایران په کنسولي چارو کښې د خارجه وزیر مرستیال جلال زاده او د کوریت د خارجه وزارت د کنسولي چارو مرستیال آریالای عزیز الدیحاني د دغې غونډې مشري کوله.
د کویت مرستیال خارجه وزیر په دغې غونډې کښې له ۱۹۲۱ کال څخه د دواړو هیوادونو د اړیکو مخینې ته په اشارې سره وویل: مونږ په بیلابیلو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ډیر ګډ دریځونه لرو او همدا کار د دوه اړخیزو اړیکو د لازیاتې پراختیا زمینه برابرولی شي.