پزشکیان تاجکستان او روسیې ته سفر کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156016-پزشکیان_تاجکستان_او_روسیې_ته_سفر_کوي
تهران ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سلاکار وایي، ولسمشر داکټر مسعود پزشکیان به د روانې میاشتې په وروستیو کې روسیې او تاجکستان ته سفر وکړي.
(last modified 2025-01-06T06:08:47+00:00 )
Jan 06, 2025 10:37 Asia/Kabul
  • پزشکیان تاجکستان او روسیې ته سفر کوي

تهران ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سلاکار وایي، ولسمشر داکټر مسعود پزشکیان به د روانې میاشتې په وروستیو کې روسیې او تاجکستان ته سفر وکړي.

د ایران د جمهوري ریاست سیاسي سلاکار مهدي سنایي وایي، د روانې مرغومې میاشتې په ۱۹مه نیټه به تهران د عراق د لومړي وزیر السوداني کوربه وي.

هغه زیاتوي، دغه راز به ولسمشر مسعود پزشکیان د روانې میاشتې په وروستیو کې د روسیې او تاجکستان د ولسمشرانو په رسمي بلنه یادو هېوادونو ته سفر وکړي.

ویل کیږي، د دغه سفر پر مهال به د مهمو لیدنو ترڅنګ یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.