ولی اسرائیل د ایران له لورې د ټرامپ د ټرور ګنګوسې خپروې؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156378-ولی_اسرائیل_د_ایران_له_لورې_د_ټرامپ_د_ټرور_ګنګوسې_خپروې
پارس تودی-د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له یوې امریکایي رسنۍ سره په خبرو اترو کې، ټینګار وکړ چي ایران په سیمه او نړۍ کې د سولې او د شخړو د کمېدو پلوی دی.
(last modified 2025-01-15T05:01:35+00:00 )
Jan 15, 2025 09:19 Asia/Kabul
  • پزشکیان د ایران ولسمشر
    پزشکیان د ایران ولسمشر

پارس تودی-د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له یوې امریکایي رسنۍ سره په خبرو اترو کې، ټینګار وکړ چي ایران په سیمه او نړۍ کې د سولې او د شخړو د کمېدو پلوی دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سې شنبې په ورځ د ان بی سي له ټلویزیونې چېنل سره په خبرو اترو کې په غزې کې د فلسطین د بې ګناه خلګو د نسل وژنې او یرغل په غندلو سره، ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت په سیمې او نړۍ کې د سولې او د شخړو د کمېدو او د برابرو او شرافت پر بنیاد د مذاکراتو غوښتونکی دی. 

پزشکیان د دغه حیرانوونکې پوښتنې په ځواب کې چي د خبرو اترو په وړاندې یو خنډ دا کېدایشي چي امریکا باورې ده ایران د ټرامپ د ټرورولو پلان لري. ایا داسي پلان لرئ؟، وویل: هغه ټول ټرورونه چي په سیمې، اروپا او نورو هیوادونو کې وینو، ایا په هغوی کې د ایرانیانو کومه نښه وینئ؟ ایا کومې اړیکې وې؟ هیڅکله نه، هغه څه چي تاسو یې د ټرامپ په وړاندې دسیسه بولې، له ایران سره د دښمنیو د پراخولو په لړ کې د اسرائیلو او ځینو هیوادونو چل دی.

په دوام کې پزشکیان ټینګار وکړ چي ایران د جنګ په لټه کې نه دی، لیکن که د هغه پر ایټمې سایټونو برید وشي، نو دفاع لپاره پوره ځان چمتو کړی دی.

پزشکیان وویل: وګورئ مونږ به هر ډول اقدام ته غبرګون وښیو.

هغه د دې په بیانولو سره چي مونږ له جګړې نه ویریږو خو د هغه په لټه کې هم نه یو، زیاته کړه: زه پوره پوره هیله کوم چي داسي پېښه نه وشي ځکه چي دا د ټولو په تاوان دی. 

پزشکیان وویل چي د ایران دښمنان، په تهران باندې د ایټمي بم د جوړولو لپاره د هلو ځلو تور لګوي څو پلمې ولټوي، لیکن دا خبرې ناسمې دي.