د ایران سینما د انساني روایت تر ټولو مشهوره بیلګه ده
(last modified Thu, 23 Jan 2025 07:39:09 GMT )
Jan 23, 2025 12:09 Asia/Kabul
  • د ایران سینما د انساني روایت تر ټولو مشهوره بیلګه ده

پارس ټوډی – په مالیزیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلایار وویل؛ د ایران د فیلم فیسټیوال یوازی د سینما یو جشن نه دی بلکې داسي کلتوري پل دی چې ملتونه له یوبل سره ګنډي او متقابل درک پیاوړی کوي.

پارس ټوډي سایټ زیاتوي په مالیزیا کښې د ایران د فیلمونو د دریم فیسټیوال رسندوي غونډه روانه اونۍ د مالیزیا په کوالا لامپور ښار کښې د «جي ایس سي مید ولي» د سینما په هال کښې وشوه او د ایران او د مالیزیا چارواکو په دغه غونډه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري ملګرتیاو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

په مالیزیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلایار« حبیب رضا ارزاني» په دغه غونډې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران سینما د  نړیوالو او د ژورو قیصو په روایتولو سره تل نړیوال مخاطبان ځان ته جذب کړي دي زیاته کړه: دغه فیلمونه  نه یوازې د ایران د خلکو د ژوند او د سنتونو او دودونو حقیقي انځور وړاندې کوي بلکې په ټولنیزو او انساني مسائیلو د غور لپاره یوه زمینه هم برابروي.

د ایران کلتوري سلایار دې ته په اشارې سره چې له اسلامي انقلاب وروسته د ایران سینما له ژور بدلونو سره مخامخ شوه او وتوانیدله د عباس کیارستمي ، د اصغر فرهادي او د مجید مجیدي په شان په ډایریکټرانو سره یو ځانګړی سبک او سټایل رامینځته کړي کوم چې انساني اغیز شیندونکي روایتونه په ټولنیزو ظرافتونو سره تلفیق کوي وویل : د دغو هنرمندانو فیلمونو نه یوازې د نړۍ د کره کتونکو ستاینه ځان پسې لرلي ده بلکې د نړیوالې سینما په صنعت کښې یې تل پاتې اغیز لرلی دی.

ارزاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران او د مالیزیذا ترمینځ کلتوري ورته والي د فیلم د جوړولو په صنعت کښې د ډیرو ملګرتیاو زمینه جوړونکي دي راتلونکي میاشت مالیزیا ته د ایران د سینما د یوشمیر مدیرانو او د فیلمونو د جوړونکو د سفر کولو خبر  ورکړ او ویې ویل: د ایران دغه کسان به د مالیزیا هیواد د ټیلي ويژن چینلونو او د فیلم له صنعت سره د ملګرتیا د فرصتونو د نویو اړخونو په هکله غور وکړي.

په مالیزیا کښې د اینیمشین د سینما یوه مخکښ «حسن المطلب» هم د دغه غونډې د بل اصلي ویناوال په توګه د ایران د سینما او د عباس کیا رستمي او د مجید مجیدي په شان د فیلم د ډایریکټرانو په ستایلو سره چې په دغه  لاره کښې یې مهم رول لوبولی دی وویل د ایران سینما د انساني داستانو د رویات ترټولو مشهوره بیلګه ده چې د هنر ، د کلتور او د اخلاقو په ترکیب سره یې نړیوال مخاطبان ځان ته جذب کړي دي.

المطلب هیله څرګنده کړه دغه فیسټیوال وکولای شي د ایران او د مالیزیا د سینما د متخصصانو ترمیځ د ګډو ملګرتیاو لپاره یوه زمینه برابره کړي.

په مالیزیا کښې د اینیمشین د سینما دغه مخکښ د ایران سینما ته د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ځانګړي نظر په هکله وویل امام خمیني رحمت الله په هغه وخت کښې سینما بایکاټ نکړه بلکې ټینګار یې وکړ چې مونږ باید له سینما څخه د لوړو مفاهیمو او د مضامینو د بیانولو لپاره استفاده وکړو.

په مالیزیا کښې د ایران د فیلمونو په دریم فیسټیوال کښې چې د ترسره کیدا په حال کښې دی د ایران پینځه فیلمونه نندرې ته وړاندې کیږي.