د سپاه سمندري ځواک د خپلو پیچلو ماینونو مخکتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156664-د_سپاه_سمندري_ځواک_د_خپلو_پیچلو_ماینونو_مخکتنه_وکړه
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په فارس خلیج کښې په «اقتدارِ پيامبراعظم۱۹» مانورې کښې په اول ځل د خپلو یولړ پيچلو ماینونو مخ کتنه وکړه.
(last modified 2025-01-25T02:16:37+00:00 )
Jan 25, 2025 06:40 Asia/Kabul
  • د سپاه سمندري ځواک د خپلو پیچلو ماینونو مخکتنه وکړه

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په فارس خلیج کښې په «اقتدارِ پيامبراعظم۱۹» مانورې کښې په اول ځل د خپلو یولړ پيچلو ماینونو مخ کتنه وکړه.

د «اقتدارِ پيامبراعظم۱۹» په نامه د سپاه پاسداران د سمندري ځواک پوځي مشقونه پرون سهار په بوشهر او خوزستان ولایتونو کښې په فارس خلیج کښې پیل شول.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په دغې مانورې کښې په اول ځل د خپلو یولړ پيچلو سمندري ماینونو ویډیو خپره کړه.

دغه ماینونه له عام سمندري ماینونو ځانګړي دي او پوره قابلیتونه او وړتیاوې یې تراوسه پټې ساتل شوې دي.

د ویلو ده چې پرون سهار د «اقتدارِ پيامبراعظم۱۹» مانورې د ترسره کیدو په عمومي سیمې کښې چې له مخکښې نه یې اعلان شوې و، د انګلستان یوه تجارتي کشتۍ د فارس خلیج له شمالي لورې دغې سیمې ته نزدې شو خو د سپاه د سمندري ځواک د ګزمې د کشتیو په خبرداري سره، د مانورې له سیمې لرې شوه.