د ایران ډیپلماسي، د میداني لاسته راوړنو بشپړوونکې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157014-د_ایران_ډیپلماسي_د_میداني_لاسته_راوړنو_بشپړوونکې_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: ډیپلماسي، د میدان بریاوې، د ملي ګټو او امنیت د تامینولو لپاره  کاروي.
(last modified 2025-02-04T22:00:25+00:00 )
Feb 05, 2025 02:21 Asia/Kabul
  • د ایران ډیپلماسي، د میداني لاسته راوړنو بشپړوونکې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: ډیپلماسي، د میدان بریاوې، د ملي ګټو او امنیت د تامینولو لپاره  کاروي.

د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي د «طوفان الاقصی او غزه؛ روایتونه او حقیقتونه» نومې کانفرنس د پاې په دستورو کښې زیاته کړه: ډیپلماسي د میدان لاسته راوړنې، د ملي ګټو او امنیت د تامین لپاره استعمالوي.

د پارس ټوډی د خبریال په لیکنه، ښاغلي عراقچي په دغې وینا کښې همداشان وویأ: د میدان او ډیپلماسۍ ترڅنګ رسنۍ هم د میدان او ډیپلماسۍ او د ماتو او بریاؤ د بیانولو په لړ کښې ډیر مهم رول لوبوي.

هغه ټینګار وکړ چې که د رسنۍ په ډګر کښې کامیابي ترلاسه نه شي نو ممکنه ده چې د بریا او ماتې ځاې بدل شي، په هم دې وجه میدان، ډیپلماسي او رسنۍ باید یوځاې تګ وکړي.

ښاغلي عراقچي د رسنیو د جنګ ګټونکی، د میدان او ډیپلماسۍ فاینل ګټونکی وباله او زیاته یې کړه: د نن سبا حقیقتونو په موجودو ټیکنالوجیو او انټرنیټ سره، د رسندوي فعالیتونو لپاره لاډیر فرصتونه رامینځته کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته د صهیونیسټانو بدنامۍ ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټان ونه توانیدل چې خپلو اهدافو ته ورسیږي او ماتې یې وخوړله.