د ایراني قاریانو غږونوپه انډونیشیا کې انګازی وکړې
پارس ټوډې - د اندونیزیا په جاکارتا کې ایراني قاریانو په اسلامي مرکز کې د قرآن کریم تلاوت وکړ.
د جاکارتا د اسلامي مرکز (ICC) او په اندونیزیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونی په همکارۍ، ایراني قاریانو په دې مرکز کې په شتون سره د قرآن کریم پروګرامونه اجرا کړل.
پارس ټوډې د اسلامي کلتور او ارتباطاتو سازمان په حواله راپور ورکړ ، محمد فلاح پور، چې د مسلمانو محصلینو لپاره د قرآن کریم د نړیوالې قرائت سیالۍ لومړی مقام ګټونکی و، په مراسمو کې قرآن کریم تلاوت کړ.
"صالح مهدي زاده"، چې یو ځوان قاري او د ټول قرآن کریم حافظ دی ، هم د لیدونکو لخوا و ستایل شو.
همدارنګه، د اسلامي کلتور او ارتباطاتو سازمان د تبلیغ او قرآن نړیوال مرکز او په اندونیزیا کې د ایران د کلتوري استازیتوب په همکارۍ، ایراني قاریان به د اسلامي انقلاب د بریا د ملي ورځې (د فبروري ۱۰) او د اهل سنتو مرکزونو په پروګرامونو کې، په ځانګړې توګه د استقلال د لوی جومات د جمعې په لمانځه کې د ګډون له لارې د قرآن کریم پروګرامونه اجرا کړي