بقائي: د ایران اراده د افریقا سره د اړیکو پیاوړتیا پاملرنه ده
Feb 22, 2025 12:29 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پخپل ایکس پاڼه لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت د افریقا اتحادیې د ناظر غړي په توګه، د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۵ او ۱۶ نیټو د افریقا اتحادیې د سرانو د اته دېرشمې ناستې بریالي ترسره کیدل مبارکي وايي.
هغه د دې اتحادیې نوي دورې مشر چې د انګولا له هېواد څخه دی، د اتحادیې د کمېسیون نوي مشر چې د جیبوتي له هېواد څخه دی او د هغه مرستیال چې د الجزایر له هېواد څخه دي، ورته د بریالیتوب هیلې ترڅنګ زیاته کړې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د لومړي مرستیال او افریقايي هېوادنو د سفیرانو ترمنځ وروستۍ ناسته چې په تهران کې ترسره شوه، د افریقايي هېوادونو سره په بیلابیلو برخو کې اړیکې پیاوړې او همکاریو ته به پراختیا ورکړي.
ټیګونه