د ځلانده یون/ اسلام کې کار او کوښښ
په دې برخه کې به په اسلامي تعالیمو کې د کار او کوښښ د ځایګی، په پرمختګ کې د هغه رول او له وحدت او امنیت سره یې د تړاو په اړه معلومات درکرو.
د بېلابېلو ټولنو تجربې ښيي چې هر کله د خلکو ترمنځ د کار، تولید او تشبث روحیه پیاوړې شوې، د ټولنیز یووالي، ولسي مشارکت او ملي پرمختګ بنسټونه هم غښتلي شوي دي. تشبث خلک له یوازې مصرفوونکو څخه په تولیدوونکو، جوړوونکو او د اقتصاد په اصلي لوبغاړو بدلوي او له همدې لارې د هېواد د راتلونکي په اړه د ګډ مسؤلیت احساس پیاوړی کوي.
کار او روزګارجوړونه یا تشبث د ملي یووالي د ټینګښت له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي، ځکه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تولید په ودې او د بېلابېلو استعدادونو په ګټې اخیستنې سره په پرمختیایي بهیر کې د ټولنې د مختلفو پرګنیو د ګډون زمینه برابروي. هرڅومره چې زیات شمیر خلک خپلې وړتیاوې، پوهه او پانګه د تولید او کارموندنې په لاره کې وکاروي، هماغومره یې د هېواد له اقتصاد او برخلیک سره اړیکه ژوره کېږي. دا پراخ اقتصادي ګډون ټولنیزه پانګه زیاتوي او په ټولنه کې د همکارۍ، همغږۍ او مسؤلیتمنلو روحیه پیاوړې کوي. له بلې خوا، ملي امنیت هم د کار او تشبث د فرهنګ له پراختیا سره مستقیم تړاو لري.
هغه ټولنه چې دوامدارې دندې، فعال تولید او مناسب اقتصادي فرصتونه ولري، له زیات ټولنیز ثبات څخه برخمنه وي. تشبث د بې روزګاری په کمولو، د کورنیو د عاید په لوړولو او د راتلونکي په اړه د هیلو په پیاوړتیا سره د ګڼو ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو زمینه راکموي او د ملي امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري. همدارنګه، هغه اقتصاد چې د خپلو بشري سرچینو پر فعالیت، نوښت او خلاقیت ولاړ وي، د بهرنیو فشارونو، بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري. په همدې چوکاټ کې د مقاومتي اقتصاد مفهوم عملي بڼه خپلوي.
مقاومتي اقتصاد هغه مهال رامنځته کېږي چې د هېواد ټولې بشري او مادي وړتیاوې په سمه توګه وپېژندل شي او ترې ګټه واخیستل شي، د سوداګرۍ او پانګونې چاپېریال ښه شي او د متخصصو کدرونو، ماهرو کارګرانو او نوښتګرو متشبثینو د فعالیت لپاره مناسب شرایط برابر شي. د دې بریا یوه برخه د پوهې، مهارتونو او تخصصي وړتیاوو له لوړولو سره تړاو لري او بله برخه یې په ټولنه کې د زیار او مسؤلیتمننې له روحیې سره اړیکه لري.
له همدې امله، کار او تشبث د ملي یووالي، ملي امنیت او مقاومتي اقتصاد ترمنځ د نښلوونکې کړۍ په توګه ګڼل کېږي. هر څومره چې په ټولنه کې د کار او تولید فرهنګ پیاوړی شي، د هېواد د پرمختګ په بهیر کې د خلکو ونډه هم ډېریږي. د ولسي ګډون په زیاتېدو سره ملي یووالی لا ټینګېږي، او د ملي یووالي په پیاوړتیا سره ملي امنیت هم لا دوامداره کېږي. د همدې یووالي او امنیت تر سیوري لاندې مقاومتي اقتصاد کولای شي په یوه فعال، ولسمحور او پیاوړي اقتصاد بدل شي او د هېواد د پرمختګ او خپلواکۍ لاره هواره کړي.
لکه څنګه چې د سږ کال شعار هم یادونه کوي، «مقاومتي اقتصاد د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې» هغه مهال عملي کېدای شي چې د ټولنې د بېلابېلو پرګنو ترمنځ همغږي، همدلي او یووالی موجود وي. ملي یووالی دا معنا لري چې د ټولنې ټول پرګني، له کارګر او بزګر څخه نیولې تر صنعتکار، متشبث او مسؤل پورې، د یوه ګډ هدف لپاره کار وکړي او هغه د هېواد وده او ځواکمنتیا ده.
د هېواد د ځواکونو همغږي تر ټولو ستره ټولنیزه پانګه او د هر اقتصادي حرکت بنسټ ګڼل کېږي. د ملي امنیت تر سیوري لاندې تولید وده کوي، بازارونه ثبات مومي او د اوږدمهالو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو زمینه برابریږي. امنیت د مقاومتي اقتصاد لپاره زرخېزه ځمکه ده؛ امنیت د باور، ثبات او د کار او پانګونې لپاره د ذهني ډاډ معنا لري. د هر هېواد د امنیت د ساتنې لپاره هر ګام، په حقیقت کې د هغه هېواد د اقتصاد او ملي خپلواکۍ د پیاوړتیا په لور یو ګام بلل کېږي.
نن سبا هېوادونه تر بل هر وخت زیات ژمنو او مسلکي کاري ځواکونو ته اړتیا لري؛ داسې ځواک چې وپوهېږي د هر ماشین حرکت، هر تولید شوی محصول او هره صادقانه ترسره شوې دنده د هېواد د اقتصادي ځواک په جوړولو کې مهمه ونډه لري.
مقاومتي اقتصاد یوازې په فابریکو او تولیدي مرکزونو کې نه رامنځته کېږي، بلکې په ښوونځیو، پوهنتونونو، کورنیو او ان د خلکو په ورځني چلند کې ریښې غځوي. کله چې مصرف مو لا هوښیار شي، د کورني تولید ملاتړ وکړو او له اسراف او بېانصافۍ ډډه وکړو، همدا کوچني ګامونه د ملي یووالي او اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لامل ګرځي.
له همدې امله، ټولنه باید د امنیت تر سیوري او د ملي یووالي په ځواک، د پیاوړو لاسونو، روښانه فکرونو او له هیلو ډکو زړونو سره د کار او هڅو لاره روانه وساتي. ځکه هره رښتینې هڅه، هر نوښتګر فکر او د ملي تولید لپاره هر ګام، د هماغه شعار عملي انعکاس دی چې په دې ورځو کې په ایران کې پرې ټینګار کېږي؛ یعنې «مقاومتي اقتصاد د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې.»
په قرآن کریم کې د مؤمنانو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د هڅو او فعالیتونو په ضرورت ډېر ټینګار شوی دی. دا هڅې یوازې په عبادتونو پورې نه محدودېږي، بلکې د ځمکې د آبادولو، د حلال رزق د ګټلو او ټولنې ته د خدمت کولو په څېر چارو ته هم غځېږي.
د جمعې د مبارکې سورې په لسم آیت کې د انسان لخوا د حلال رزق د ترلاسه کولو لپاره د هڅې یادونه شوې ده. الله تعالی فرمایي:
﴿فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾
ژباړه: «نو کله چې لمونځ پای ته ورسېږي، په ځمکه کې خپاره شئ، د الله له فضل څخه روزي ولټوئ او الله ډېر یادوئ، څو بریالي شئ.»
د دې آیت له مخې، الله تعالی انسان ته یادونه کوي چې د لمانځه له پای ته رسېدو سره عبادت نه ختمېږي؛ بلکې مؤمن په هماغه پاک نیت بازار، کروندې، فابریکې او یا د کار ځای ته ځي، څو د حلال رزق په ګټلو او د ټولنې په خدمت سره خپل عبادت بشپړه کړي.
له شک پرته اسلام غواړي چي کار او فعالیت مو هم د لمانځه دوام وي، لکه هغه نانوایې چي د خلګو لپاره د ډوډۍ د پخولو لپاره نیمه شپه راپاڅیږي، یا هغه ډریور چي په امانتداری سره، مسافر تر مزل پورې رسوي، دا ټوله د لمانځه برخې دي، په روزمره ژوند کې د خدای پاک ذکر بلل کیږي.
الله تعالی په خپل حکمت سره د زلزال سورې په ۷ او ۸ آیتونو کې دې حقیقت ته اشاره کوي چې د انسان هره کوچنۍ کړنه، که ښه وي او که بده، ثبتېږي او انسان به د خپلو اعمالو، هڅو او زیار پایله خامخا وویني. الله تعالی فرمایي:
فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ۷ وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ۸
ژباړه: «نو چا چې د یوې ذرې په اندازه نېکي کړې وي، هغه به یې وویني؛ او چا چې د یوې ذرې په اندازه بدي کړې وي، هغه به یې هم وویني.»
دا آیت څرګندوي چې په ژوند کې هېڅ عمل بېاغېزې نه وي. له یوه ناپېژانده کس سره موسکا کول، له ځمکې څخه د کثافاتو پورته کول، یا له یوه ملګري سره بېځایه خپګان کول، دا ټول هغه کوچني کارونه دي چې د انسان شخصیت او د ټولنې فضا جوړوي.
د نننۍ ټولنې له نظره، دا آیت د ټولنیز مسؤلیت مفهوم هم را په یادوي. هر انسان په ټولنه کې خپله ونډه او مسؤلیت لري. که هر څوک، له کارګر او مدیر څخه نیولې تر ډاکټر او عادي وګړي پورې، خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، نو پایله به یې یوه لا عادلانه، منسجمه او ښکلې ټولنه وي.
د خدای پیغمبر حضرت محمد ﷺ د هڅې، زیار او فعالیت بشپړ بېلګه وه. هغه نه یوازې د عبادت او د اسلام د تبلیغ په برخه کې، بلکې د ژوند په ورځنیو چارو کې هم فعال او زیارکښ و. رسول الله مبارک ﷺ به د کور په کارونو کې له خپلو مېرمنو سره مرسته کوله؛ خپلې جامې به یې ګنډلې، وزې به یې لوشلې او د کور په چارو کې به یې ونډه اخیسته. دا چاره څرګندوي چې اسلام کار او هڅه د ژوند په ټولو برخو کې ارزښتمن ګڼي. له نبوت څخه مخکې،حضرت پیغمبر ﷺ د شپونۍ او سوداګرۍ په کار بوخت و. دغو تجربو هغه د کار، سوداګرۍ او د ژوند له ستونزو او ظرافتونو سره بلد کړی و. هغوی همداشان د جهاد او بیارغونې په چارو کې هم مخکښ وو. په مدینه منوره کې هم رسول الله مبارک ﷺ یوازې د اسلامي ټولنې مشر او مدافع نه و، بلکې د مسجد په جوړولو، د خندق د جګړې پر مهال د خندق په کیندلو او نورو بنسټیزو او دفاعي چارو کې یې په خپله فعاله ونډه اخیسته او تل به د خپلو اصحابو ترڅنګ ولاړ و.
پیغمبر مبارک به تل خپل اصحاب کار او کوښښ ته هڅول. د کارګر لاس به یې ښکل کړ او فرمایل به یې: هیڅ مال او شتمني د انسان د خپل لاس له ګټلې روزۍ څخه غوره نه ده.
همدارنګه، هغه حضرت له سستۍ او تنبلۍ څخه خلک منع کول او هغه کسان یې غندل چې له شرعي عذر پرته به یې کار نه کاوه.
دا بېلګې ښيي چې اسلام یو ژوندی او فعال دین دی، چې د ژوند په ټولو برخو کې خپل پیروان په الله ج باندې پر توکل، صادقانه هڅې، کار، تولید او رغونې ته رابولي، څو د متعال خدای د رضا سبب شي.
په بېلابېلو برخو کې پرمختګ،پېښې او دوامدار بدلونونه د ژوند نه انکارېدونکی حقیقت دی، او په دې بهیر کې کار او هڅه ځانګړی اهمیت لري. انسان د خپل ژوند د دوام او بقا لپاره اړ دی چې کار او زیار وکړي. لوړې هیلې او ارزښتناک هدفونه له پرلهپسې هڅو، همت او زحمت پرته نه شي ترلاسه کېدای.
هر یو کس او یا هر ملت چې غواړي د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي او د بریا څوکې فتحې کړي، باید له سستۍ او بېپروايۍ څخه ځان وساتي او د کار او هڅې لاره خپله کړي.
د بشریت ستر تمدنونه، سره له دې چې د تاریخ په اوږدو کې یې بېلابېل رنګونه او ځانګړتیاوې لرلې، د هغو انسانانو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده چې د الله تعالی له خوا د ورکړل شویو استعدادونو څخه یې سمه ګټه اخیستې او د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې یې اغېزناک رول لوبولی دی.
بېشکه، کار او هڅه د هرې ټولنې د پرمختګ، عزت او پایښت اساسي ستن ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د بشري تمدن تاریخ ښيي، هېڅ ملت له دوامدار زیار، لوړ همت او د بشري وړتیاوو له سمې ګټې اخیستنې پرته د پرمختګ اوسني پړاو ته نه دی رسېدلی. نن هم هغه ټولنه د ودې او پرمختګ پر لور ګام اخیستلای شي چې په هغې کې د کار، مسؤلیتمننې، نوښت او نه ستړې کېدونکو هڅو فرهنګ ژوندی وي.
کله چې د هېواد مادي او بشري ظرفیتونه د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې په سمه توګه وکارول شي، مقاومتي اقتصاد د عملي کېدو زمینه پیدا کوي. ځکه ملي یووالی زړونه سره نږدې کوي، ګډې موخې پیاوړې کوي او د ځواکونو د تیتپرک کېدو او ضایع کېدو مخه نیسي. همدارنګه، ملي امنیت د تولید، پانګونې، تشبث او اقتصادي غوړېدنې لپاره یو خوندي او ډاډمن چاپېریال برابروي.
له همدې امله، که غواړو یوه فعاله، خپلواکه او سرلوړې ټولنه ولرو، باید کار او هڅه په یوه عام فرهنګ بدله کړو او د همغږۍ، مسؤلیتمننې او د وړتیاوو د سمې کارونې له لارې د مقاومتي اقتصاد د تحقق لپاره زمینه برابره کړو. بېشکه، روښانه راتلونکی د هغه ملت په برخه دی چې د ملي یووالي، امنیت او ټینګې ارادې په مټ د پرمختګ لاره په ثابتو ګامونو تعقیب کړي.