د ایران ولس له بندیزونو نه ویریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157758-د_ایران_ولس_له_بندیزونو_نه_ویریږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران ولس د امریکې له بندیزونو نه ویریږي.
(last modified 2025-02-27T22:10:29+00:00 )
Feb 28, 2025 02:29 Asia/Kabul
  • د ایران ولس له بندیزونو نه ویریږي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران ولس د امریکې له بندیزونو نه ویریږي.

ایرنا د پارس ټوډی له قوله لیکلي چې «مسعود پزشکیان» پرون مازیګر د تهران ولایت د سویل لویدیځ د حکومتي ادارو له مدیرانو سره په غونډه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له بندیزونو ویره نه ده پکار، وویل: ځیني وايي چې له امریکایانو سره له خبرو پرته بله لاره نشته، مونږ نه وایو چې خبرې نه کوو خو داسې نه ده چې د بدماشانو په وړاندې سر ټیټ کړو.

ولسمشر  «مسعود پزشکیان» د سیمې لپاره د ایران د مثال جوړیدو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نظر وړ لرلید ته په اشارې سره وویل: مونږ دغه مثال جوړولو شو او په دې باید باور ولرو.