په اندونیزیا کې د ایراني رباتیک جراحي د نوي نسل نصبېدل
-
په اندونیزیا کې د ایراني رباتیک جراحي د نوي نسل نصبېدل
پارس ټودي - د ایراني رباتیک جراحي له واټنه د «سینا» سیسټم درېیم او څلورم نمونې د اندونیزیا په مدان او ماکاسار ښارونو کې د روزنیزې مرحلې په توګه پیل شوي دي.
اندونیزیایي جراحانو د ایراني رباتیک جراحي له واټنه د «سینا» سیسټم فعالیتونه د قناعت وړ بللي او غواړي چې له دې ایراني سیسټم څخه نوره ګټه هم پورته کړي.
د پارس ټودي د را پورو له مخې؛ وروستیو کې د ایراني رباتیک جراحي له واټنه د «سینا» سیسټم درېیم او څلورم نمونې د اندونیزیا په مدان او ماکاسار ښارونو کې د روزنیزې مرحلې په توګه پیل شوي دي.
په دې برخه کې، د ۱۱۲ پخوانیو جراحانو سربېره چې په بندونګ او جوکجاکارتا ښارونو کې د سینا ربات سره د جراحي لپاره روزل شوي وو، سلو نورو نویو جراحانو په مدان او ماکاسار ښارونو کې د سینا سره یوځای شوي او د روزنیزو کورسونو لپاره یې نوم لیکنه کړې ده.
د ایراني رباتیک جراحي له واټنه د «سینا» سیسټم له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه دا ده چې اندونیزیا دوه دغه وسایل اخیستي او په ۵۰۰ کیلومتره واټن کې یې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د رباتیک جراحي لومړنۍ نندارې پروسه ترسره کړې ده.
د اندونیزیا روغتیا وزارت پدې وروستیو کې د دوه نورو دستګاو وړاندیز ورکړی دی.