هر تیري ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي ددې خبرې په کولو سره چې هریو تیریګر ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو،ووئیل؛ د ایران مخه نیونکی او دفاعي توان لوړتیا د راتلونکي کال لپاره د پوځ لومړی لومړیتوب دی.
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي امیر البحر حبیب ا... سیاري پرون په یولړ څرګندونو کې ددښمننو ګواښونو ته د ځواب لپاره د ایران دپوځ توانمنیو ته په اشارې سره ووئيل؛ که دایران داسلامی جمهوریت په ضد کوم اقدام وشي، نو تیریګرو ته به غاښ ماتونکي او سخت پښمانه کونکی ځواب ورکړي.
امیر البحر سیاري له قدرتمنو تجهیزانو څخه د برخمنیدا په ضرورت په ټينګار سره ووئيل؛ دا یران د اسلامی جمهوریت پوځ د اسلامی انقلاب له هماغه بریالیتوب پیل څخه له پراخو بندیزونو سره سره ، له هیواده ددفاع لپاره د اړتیا وړ تجهیزات ترلاسه کړي دي.
د ایران د پوځ مرستیال غږملونکي ووئیل؛دډرونز، الیکټرانیک او سایبیري حوزو او د پيژندنې د جنګونو پشمول ډول ډول نرم آوزاری جنګونه ، سخت آوزاري تجهیزاتو ته توجه شوې ده او مونږ په دغو حوزو کې تر ډیره حده پرمختګ کړی دی.