د ښه خوب لپاره د ایراني سنتي طبابت سپارښتنې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i158448-د_ښه_خوب_لپاره_د_ایراني_سنتي_طبابت_سپارښتنې
پارس تودی- په ارامه خوب کول د ایران په سنتي طبابت کې د ښه صحت لپاره یوه مهمه مساله ده چي په اړه یې زیاتې سپارښتنې شوې دي.
(last modified 2025-03-27T03:45:43+00:00 )
Mar 27, 2025 08:13 Asia/Kabul
  • د ښه خوب لپاره سپارښتنې
    د ښه خوب لپاره سپارښتنې

پارس تودی- په ارامه خوب کول د ایران په سنتي طبابت کې د ښه صحت لپاره یوه مهمه مساله ده چي په اړه یې زیاتې سپارښتنې شوې دي.

خوب د انسان د بند له بنیادي اړتیاو څخه دی چي د فیزیکي او روحیاتي سلامتیا په ساتنه کې مهم رول لري، د ایران سنتي طبابت د مزاج پېژندنې او له درملیزو بوټو څخه په استفادې سره، د خوب د ښه کېدو لپاره ځینې سپارښتنې کوې.

له خوبه مخکې مناسب خوراک

 له خوبه مخکې خوراک مهم دی، د سوپ او اش په شان د ژر هضمېدونکو خوړو سپارښتنه شوې ده، همدارنګه له ګرمو شېدو سره عسل او یا شیدې او بادام هم د خوب کیفیت زیاتوي.

له درملیزو بوټو کارول

ګل ګاو زبان، سنبل الطیب او بېدمشک د طبیعي ارام بخښونکو درملو په توګه پېژندل کیږي. د یادو بوټو خوټول او بیا د چای په شان د هغه څښل د اسټرس له کمولو سره کومک کوي، او خوب زیاتوي. د دغو بوټو چای باید له  خوب څخه نیم ساعت  مخکې استعمال شي.

د خوب د چاپېریال برابرول

د ایران سنتي طبابت د خوب د چاپېریال په برابرولو ټینګار کوي، د خوب په  ځای کې باید تیاره او چوپتیا وي هوا په کښې ولګیږي، همداشان د ګلاب او اسطوخودوس په شان د طبیعي عطرونو کارول هم د دماغ له ارامښت او د خوب د کیفیت له زیاتولو سره مرسته کوي.

د خوب مهالوېش

د ایراني سنتی طبابت په بنیاد، د خوب لپاره تر ټولو ښه وخت، د شپې له ۹ بجو څخه نیولې بیا د سهار تر ۳ بجو پورې دی، د شپې له نیمایي نه مخکې ویده کېدل او بیا د لمر له راختو مخکې راکښېنستل، د بدن د هورمونونو له تنظیم او د انرژیو له زیاتوالې سره کومک کوي، د شپې مهال خوب د ملاتونین د هورمون د تولید په خاطر د ورځې له خوب نه زیاته ګټه لري.

له مضرو عادتونو څخه ډډه کول

د کافئین او یا نیکوټین استعمال، په ډک نس پرېوتل، د ټلفون یا ټلویزیون کتل، دا ټوله خوب خرابوي، د ایرانی سنتي طبابت له مخې، له خوب څخه درې ساعته مخکې باید ډوډۍ وخوړل شي او له هغه وروسته له چایو او قهوې څخه ډډه وشي.

ارام بخښونکې فعالیتونه

له خوبه مخکې د ارام موزیک اورېدل او یا هم د کتاب لوست، کولایشي اسټرس کم کړي او بدن خوب له تیار کړي، دغه لارې چارې په بدن کې د انډول د برابرېدو لپاره په سنتي طبابت کې ښه بلل شوي دي،.